کرنه او مالداري

د کلي د کرنې او مالدارۍ پروژې (CLAP) موخه  د کابل، پروان او لوګر ولایتونو په ټاکل شویو ولسوالیو کې د شاوخوا ۱۷۰،۰۰۰ کلیوالو کورنیو لپاره د  خوراکي توکو خوندیتوب ته وده ورکول دي. همدارنګه دا پروژه د ښځو د ټولنیزاو اقتصادي ژوندانه د شرایطو د کچې د لوړلو له لارې  د جندر توپیر (تبعیض) کچه راټیټوي. د کلي د کرنې او مالدارۍ پروژه (CLAP) د تولیدي شتمنیو، مهارتونو، خدمتونو، ټیکنالوژیو او د پام وړ کورنیو د عایداتي فرصتونو په ډېرولو باندې تمرکز کوي.   په پام وړ ډلو کې د لږ کرنیزې ځمکې درلودونکي  بزګران،  بېوزله مالداران، هغه کورنۍ چې کرنیزه ځمکه نلري، ښځې، هغه کورنۍ چې مشري یې د ښځو پر غاړه ده، مېشت او ګرځنده کوچیان  شامل دي.  په یاده پروژه کې لاندې درې  برخې شاملې دي:

 ( الف) د کلي پراختیا:د تولیدي زیربناوو او بنسټیزې پیاوړتیا په ګډون:  د دې برخې موخه  له کوچنیو زیربناوو څخه د ملاتړ له لارې د کرنیزو محصولاتو د زیاتولو په موخه د کلیو د وړتیاوو لوړول دي.  همدارنګه د مالکیت او  پایښت اړوندومسألو ته د پاملرنې له پاره د کلي  په کچه د سازمانونو او د سیمه ایزو  حکومتي ادارو د  وړټیاوولوړول هم په غاړه لري. 

 (ب) د کرنې او مالدارۍ  وده: د پروژې  د دې برخې موخه  د بېوزلۍ د کچې راټیټول او د خوراکي توکو د خوندیتوب کچې لوړول دي. په دې لړ کې د کليو په کچه د ښځو په مشرۍ کورنیو، زیانمنونکو او محرومو  ډلو باندې ډېر تمرکز کېږي او دوی ته د کرنې او مالدارې مناسبې ټولګې ورپېژندل کېږي او تر یوه حده د ځنځیري پراختیايي ارزښت او له سوداګریزو مارکېټونو سره د نښلولو په برخه کې یې ملاتړ کېږي.

 (ج) د پروژې مدیریت: له پالیسۍ او د مسلکي ځوانانو  له پروګرام څخه ملاتړ :  د دي برخې موخه  د پروژې د همغړۍ  د کچې لوړول او د پروژې د ملاتړ ډلې ته د تخنیکي مرستې چمتوکول  دي. همدارنګه دا پروژه  د مسلکي ځوانانو د  پروګرام، له  پالیسۍ څخه د ملاتړ  وجهې او ځانګړې مالي آسانتیاوې هم تمویلوي.

 (د) د کلي د کرنې او مالدارۍ پروژه (CLAP) د کرنېزې پراختیا لپاره د نړیوال وجهي صندوق (IFAD) له خوا تمویل او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا پلې کیږي. په دې برخه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د کلیو د بیارغونې اوپراختیا وزارت ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شوی چې له مخې به یې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت  د ولسي تړون پروګرام له لارې د کلي د کرنې او مالدارۍ پروژې (CLAP) د لومړۍ برخې په پلي کولو کې تخنیکي مرسته  ترسره  کړي.