ولسي تړون

ولسي تړون د افغانستان داسلامي جمهوري دولت د ځان بسیاینې د لیدلورې د تحقق لپاره یو بنسټ دی.  دا پروګرام  د دولت او زرګونو  کلیو  ترمینځ یوه  ژمنه ده. ولسي تړون د افغانستان دولت له ژمنو څخه دی تر څو د خلکو له  لومړیتوبونو سره سم د هېواد په ټولو کلیو او ښارونو کې لومړي خدمتونه وړاندې کړي.  دا پروګرام  د یو کلي په کچه د بودیجې د جوړولو او مالي راپور ورکولو له  مخې رامنځته شوی دی.  په دې پروګرام کې د کلي اوسېدونکي له خپلو پراختیایي موخو څخه څارنه کوي، د وړاندې شوو خدمتونو د کیفیت  څارنه کوي او خپل شکایتونه اړوندو چارواکو او مدني ټولنو ته وړاندې کوي. ولسي تړون ملي پروګرام د حکومتولۍ په ټولو کچو کې  ټولییزې پراختیا او حساب ورکونې ته وده ورکوي. ولسي تړون د زیانمنونکو ډلو لکه ښځو، راستنيدونکو او بېوزلو خلکو غږ اوچتوي او دا په هغو سیمو کې د افغان دولت د مثبت حضور ښکارندویي کوي چې پخوا بېوزلي وه او  قانون پکې واکمن نه وو. 

ولسي تړون  پروګرام  د لومړی ځل لپاره د افغانستان دولت د پالیسۍ په سند کې د«ځان بسیاینې د تحقق» په نامه  پیژندل شوی دی. افغانستان د کليود پراختیا په برخه کې له ۱۵ کلونو څخه ډېره او بریالۍ کاري تجربه لري چې د ملي پیوستون پروګرام یې یوه روښانه بیلګه بلل کېږي . سربېره پر دې، نور دولتي او غیر دولتي پروګرامونه  چې له کلیوالو سره یې ګډې چارې پرمخ بېولې دي هم په دغه تجربه کې شامل دي.  دا بریالۍ تجربې او ګډې هځې د ولسي تړون پروګرام د چارو د لابریالیتوب لامل کېږي تر څو د هېواد په کچه انفرادي پروژې په یوه پایښت لرونکي پروګرام بدلې کړي. 

د کلي پراختیایي شوراګانې:

 د کلي پراختیايي شوراګانې (CDCs) د ولسي تړون ملي پروګرام د پاملرنې په محراق کی ځای لري. دې شوراګانو ته د پراختیایي پانګونو د پلان جوړولو، خبرو اترو (مذاکراتو) او مدیریت دنده ورسپارل شوې ده. د ملي پیوستون له لورې په ټول افغانستان کې ۳۵۰۰۰ پراختیایي شوراګانې جوړې شوې دي. دې شوراګانو شاوخوا ۲ ملیارده امریکایي ډالر د زیربنایی پروژو په پلي کولو کې په منځنۍ ډول د پانګې د  ۳۵٪ په بیرته ګرځیدو سره (کومه ګټه چې لدې پانګې اچونې نه بیاځلې لاسته راغلې ده  ) لګولي دي  او نېږدې ۳۰ ٪ لګښتونه او کار ي ځواک خپله د کلي له خوا چمتو شوي دي چې دا په حقیقت کې د کلي دخلکو د باور، محبوبیت او لیوالتیا یوه څرګنده نښه بلل کېږي. یادې شوراګانې د مالي مدیریت، د اسنادو او مکاتیبو د ساتنې، د  روڼتیا د اساسي اصولو،  ګډون او حساب ورکونې په اړه روزل شوې دي.  خپلواکو ارزونو په تکراري ډول په ډاګه کړې ده چې په کلیوالې سیمو کې ( چې رسیدل ورته ګران دي ) هېڅ کومه بله پروژه  د لګښت او لویې  کچې له مخې د اغېزمنو  خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د ملي پیوستون پروګرام ته نشي رسېدلای.

د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې د کلي پراختیایي شوراګانې په آزاده او خپلواکه توګه ټاکل کېږي او دلومړنیو  بنسټیزو پراختیایي پروژو د پلي کولو په موخه روزنه ورکول کېږي.  د پروژو پراختیایي بودیجه د مالیې وزارت له لورې د هر  کلي د پراختیایي شورا بانکي حساب ته په مستقیم ډول لېږدول کیږي. په داسې حال کې چې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت  (MRRD) د کلیوالي سیمو او د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکه اداره د ښاري سیمو فعالیتونو اوچارو ملاتړو او څارنه کوي. د کلي پراختیایي شوراګانې په خپلو سیمو کې په مستقیم ډول د پراختیایي  پروژو د  پلي کولو دنده پر غاړه لري.

لږترلږه معیاري خدمتونه (MSS):

 هغه څه چې ولسي تړون ملي پروګرام له ملي پیوستون پروګرام څه بیلوي، له لږ ترلږه معیاري خدمتونو څخه عبارت دي. له ملي پیوستون پروګرام سره په توپیر، په ولسي تړون پروګرام کې  د سیمې خلک د لږ تر لږه ټاکل شوو او تعریف شوو معیارونو درلودونکي دي او بنسټیزو خدمتونو ته به لاسرسی ولري. دا خدمتونه د کلي د خلکو له لوري څارل کېږي او د نومرې ورکولو د کارتونو له لارې به یې په هکله راپور ورکړل شي. هغه خدمتونه چې د ولسي تړون ملي پروګرام لخوا وړاندې کېږي په لاندې ډول دي: