دغله جاتو بانکونه

د موسمي لوږې دکمولو او د بې حاصله ( لږ حاصل ) موسم په بهیر کې ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانکونو د جوړولو لپاره د کلیو له پراختیایي شوراګانو سره کار کوي او لدې لارې بډایه او منځنۍ کورنۍ، خلک او سوداګر له ډیرو بیوزلو کورنیو سره د مرستې لپاره هڅوي. د ولسي تړون ملي پروګرام په هرکلي کې د پراختیایي شوراګانو له لارې د بیوزلو او ډیرو بیوزلو کورنیو د پیژندنې لپاره د معیشت تفصیلي شننه ترسره کوي. د غله جاتو په بانکونو کې ډیرې زیانمنونکې کورنۍ ( معمولاً ښځې، معلولیت لرونکي وګړي، هغه کورنۍ چې په نشه یي توکو روږدي کسان یي سرپرستي کوي، داخلي بېځایه شوي) تر خپلې موخې لاندې را ولي.

د غله جاتو بانکونه د خوراکي ځانګړو شوو توکو د راټوله و لو لپاره د مرستو په موخه منځته راځي. دا مرستې کیدای شي نغدې پیسې او یاهم توکي وي چې باید تل په خپله خوښه ترسره شي. سربیره پردې د کلیوالو په ونډه اخیستنه کې کیداې شي د بخارۍ د سوند لرګي، جامې، کمپلې او نور نه خرابیدونکي توکي شامل وي  چې د زیانمنونکو کورنیو لپاره د ګټې وړ وي.

د کلیو پراختیایي شوراګانې او د زیانمنونکو قشر پراختیایي فرعي کمیټې د کلي له خلکو سره کارکوي، دروازه په دروازه ګرځي او د کمپاین له لارې د توکو راټوله ولو، د توکو د اسنادو د برابرولو، د یوشان عادلانه اوهدفمند ویش او د زیرمې له خونديتوب څخه د ډاډ په ترلاسه کولو کې همغږي لري . د کلیو پراختیایي شوراګانې او د زیانمنونکو قشر پراختیایي فرعي کمیټې د ځوانانو د فرعي کمیټو له خوا ملاتړ کیږي څو د کلي د ډیرو بیوزلو کورنیو لپاره په ګډه یو پلان جوړکړي.

دغذایي موادو او اجناسو د ویش په وخت کې روڼتیا او حساب ورکونه د غله جاتو د بانکونو دجوړولو اصلی جزونه دي .

۱. د زیانمنونکو قشرد پراختیا فرعي کمیټه چې د کلي د خلکو له خوا ټاکل کیږي، د غله جاتو د بانکونو عمومي فعالیتونه اداره کوي.

۲. د کلیو پراختیايي شوراګانې د غله جاتو د بانکونو له فعالیتونو څخه څارنه کوي.

۳.  په کلیو کې د غله جاتو د بانکونو د ویش او راټولولو په اړه د پوهاوي د کچې د لوړولو لپاره معلوماتي پاڼې کارول کیږي.

۴.  ټول مرسته شوې توکي او نغدې پیسې د عوایدو او لګښت په کتاب کې ثبت کیږي.

 

د کلیو پراختیایي شوراګانې او د کلیو اوسیدونکي د خوراکي توکو د ساتنې د زیرمې په توګه د یوې مناسبې سیمې له  ټاکلو څخه هم ډاډ ترلاسه کوي .

۱.       زیرمې باید د کلیو په مرکز په یوه امن سیمه (مکان) کې ځای پرځای شي.

۲.       یو رښتینی او صادق کس باید د زیرمو د ساتونکي په توګه وټاکل شي.

۳.       د زیرمې سیمه باید وچه وي او حشرات و نلري.

۴.       خوراکي توکي باید د نم اورطوبت نه د ساتنې په موخه په پلاستکي بوریاوو او یا هم د لرګیو پر تختو باندې کیښودل شي.

۵.       هغه توکي چې د  منځه تلو او خرابیدو له خطر سره مخامخ وي، باید ژر ترژره و ویشل شي.

  

 مه لاسته راوړنې!

د غله جاتو ۱۱۱۴۵ بانکونه په ټول هیواد کې جوړ شوي.

۱.۵ میلیونه ډالر او ۳۹۱ جریبه کرنیزه ځمکې د خلکو لخوا د غله جاتو بانکونو ته ورکړل شویدي.

۹۰۱۱۹  بیوزله کورنیو تر اوسه مرستندویه توکي لاسته راوړي دي.