دکوچیانو د پراختیا پروګرام

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام په خپلو ټولو فعالیتونو کې ټولیزې پراختیا او حساب ورکونې ته ښه والی ورکړی دی او زیانمنونکې ډلې لکه ښځې، ځوانان، بیرته راستنیدونکي، داخلي بیځایه شوي، معیوبین، بیوزله او نور زیانمنونکي قشرونه پیاوړي کوي ترڅو د دوی غږ واوریدل شي او د هغوی ژوند مثبت بدلون ومومي.

 د افغانستان کوچیان په هیواد کې د زیانمنونکي قشر له جملې څخه دي چې د هغوی د ټولنیزې او اقتصادي پراختیا لپاره د اوږدې مودې راهیسې لږ پاملرنه تر سره شویده . د کوچیانو پراختیایي لومړیتوبونو ته نه پاملرنه، په پراختیایي پروګرامونوکې د هغوی د فعالې ونډې او با کیفیته خدمتونو ته د نه لاسرسي لاملونه دي .

له نیکه مرغه د ټولنې بیلابیلې برخې په ځانګړې توګه د کوچیانو زیانمنونکی قشر د ولسي تړون ملي پروګرام په پراختیايي موخو کې شامل دی چې له همدې امله «د کوچیانو د پراختیا پروګرام» طرحه شویدی.  د ولسي تړون ملي پروګرام د کوچیانو د پراختیایي پروګرام د پلي کولو لپاره لومړی د کوچیانو له استازو سره مشورتي ورکشاپونه او ناستې ترسره کړي . په ۲۰۱۷ کال کې د ټول هیواد د کوچیانو د همغږۍ  ورکشاپونه او ناستې د اړوندو ولایتونو د حوزو په سطحه په کابل کې پرانستل شو چې په دې غونډو کې د کوچیانو د ستونزو د حل لارې چارې ولټول شوې او په خپله د کوچیانو له خوا د عملي کارونو په ترڅ کې د حل مناسبې لارې ورته ځانګړې شوې دي.

د ولسي تړون ملي پروګرام تصمیم لري ترڅو د کوچیانو لپاره د آزادو او رڼو ټاکنو د پروسې له لارې په ټول هیواد کې د ایلبند ۹۰۲ پراختیایي شورا ګانې جوړې کړي څو کوچیان وکولای شي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی، د بریښنا انرژۍ او ترانسپورت په برخو کې د ولسي تړون ملي پروګرام له پراختیایي خدمتونو څخه برخمن شي.

لاسته راوړنې!

۷۳۴ د کوچیانو شوراګانې (ایلبندونه) جوړ شوي دي.

۴۶۶ د پروژو پروپوزلونه جوړ شوي دي.

۲۴۰ پروژې مالي تمویل شوې دي.

۹۳ پروژې تر کارلاندې دي او تمه ده چې ټولټال  ۹۲۵۷۴ کاري ورځې را منځ ته کړي.