ولسي تړون

ولسي تړون د افغانستان داسلامي جمهوري دولت د ځان بسیاینې د لیدلورې د تحقق لپاره یو بنسټ دی. دا پروګرام د دولت او زرګونو کلیو ترمینځ یوه ژمنه ده. ولسي تړون د افغانستان دولت له ژمنو څخه دی تر څو د خلکو له لومړیتوبونو سره سم د هېواد په ټولو کلیو او ښارونو کې لومړي خدمتونه وړاندې کړي. دا پروګرام د یو کلي په کچه د بودیجې د جوړولو او مالي راپور ورکولو له مخې رامنځته شوی دی. په دې پروګرام کې د کلي اوسېدونکي له خپلو پراختیایي موخو څخه څارنه کوي، د وړاندې شوو خدمتونو د کیفیت څارنه کوي او خپل شکایتونه اړوندو چارواکو او مدني ټولنو ته وړاندې کوي. ولسي تړون ملي پروګرام د حکومتولۍ په ټولو کچو کې ټولییزې پراختیا او حساب ورکونې ته وده ورکوي. ولسي تړون د زیانمنونکو ډلو لکه ښځو، راستنيدونکو او بېوزلو خلکو غږ اوچتوي او دا په هغو سیمو کې د افغان دولت د مثبت حضور ښکارندویي کوي چې پخوا بېوزلي وه او قانون پکې واکمن نه وو.

پرمختګ تر نن ورځ


13,149

ترلاسه شوي کلي

13,059

د کلیو ټاکل شوې پراختیایي شوراګانې

269,929

د کلي د پراختیایي شورا راجسترشوي غړي

50

د ښځينه غړيو (%)

12,966

د کلي بشپړ شوي پراختیايي پلانونه

2,732

د کلیو د پراختیایي شوراګانو کلستر یا د ګذرراجستر شوې شوراګانې

2,717

د کلي د کلستریا د ګذرشورا بشپړ شوې پراختیایي پلانونه

8,264

د کلیو پراختیايي شوراګانې له فرعي تمویل شوې پروژو سره

12,196

تمویل شوې فرعي پروژې

253,288,455

ورکړل شوې پیسې(امریکايي ډالرو)

139,079,923

Utilized

13,760,675

ټول ګټه اخیستونکي

ډیرژر.

3,528

ترپوښښ لاندې کلي له بیرته راستنیدونکو او پراختیایي پلانونو سره

56,215

د هغو کورنیو شمیرچې د داخلي بېځایه شویو یا راستنيدونکي په توګه پېژندل شوي دي

2,712

د هغو کلیو شمیرچې د کار په مقابل کې پیسې ترلاسه کوي

219,606

د هغو کورنیو شمیرچې د کار په مقابل کې د پیسو څخه ګټه اخلي

720,794

د هغو کورنیو شمیر چې له زیربنا یي پروژو څخه ګټه اخلي

7,773,144

د رامینځته شوي کاري ورځو شمیر

دشورا غړی د سیمی په اساس

سیمهشوراد شورا غړيمجموعدشورا کلیدی غړیمجموع
نارينهنارینه فیصدیښځینهمجموع غړیکلیدی نارینه غړیدکلیدی نارینه غړوفیصدیکلیدی ښځینه غړیمجموع کلیدی غړی
 2,83526,33150.8525,44849.1551,7795,66950.015,66649.9911,335
 2,64229,05850.2528,76749.7557,8255,28750.075,27249.9310,559
 2,17324,17250.2223,96249.7848,1344,35650.124,33649.888,692
 1,41216,31350.1216,23649.8832,5492,82650.042,82149.965,647
 1,93819,21950.5518,80049.4538,0193,87750.093,86349.917,740
 2,05920,88950.1920,73449.8141,6234,11750.014,11649.998,233
ډیرژر.

628.00

د پروژې ټول لګښت (امریکايي ډالرو)

805,296,488.38

ټوله ژمنې شوې بودیجه

455,629,575.24

کلیوته ټولي ورکړل شوې پیسې

د ولسي تړون ملي پروګرام موخه د مهمو زیر بناوو د ښه والۍ د تامین او د غښتلي شوي کلیود پراختیایي شوراګانو له لارې د اړونډو کلیو له پاره د ټولنیزو خدمتونو د برابرولو څخه عبارت دی.

د کډوالۍ ستونزو ته رسیدګي

ولسي تړون پر خدمتونو سربېره خلکو ته د دندې زمینه برابروي او په هغو سیمو کې چې د راستنیدونکو کچه یې لوړه ده استقرار ته لاره هواروي. ولسي تړون د سرتاسري پراختیا ماډل تعقیبوي، یعنې راستنیدونکي، داخلي بې ځایه شوي او کوربه ټولنه به له دې اقداماتو څخه ګټه پورته کوي.... نور

د بېوزلۍ کمول

ولسي تړون به د ډله ییزو کړنو د بنسټیزولو (نهادینه کولو) په موخه د ګڼ شمېر ستراتېژیو له لارې د بېوزلۍ لاملونه په ګوته کړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د کلي له ټولو سرچینو (بشري او اقتصادي) څخه ګټه پورته کېږي.... نور

مالداري او کرنه

د ټولنې د کرنې او مالدارۍ پروژې موخه په سیمه کې د کرنې او څارويو د تولیداتو زیاتول او د کابل، پروان او لوګر ولایتونو په ټاکل شویو ولسوالیو کې شاوخوا ۱۷۰،۰۰۰ کلیوالو کورنیو لپاره د خوړو خوندیتوب ته وده ورکول دي..... نور