دښوونځیو جوړول د اقراء پروژې له لارې

د ولسمشر د ځانګړې سپارَښتنې له مخې، د کلیود بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام ته دنده سپارل شویده ترڅو د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې شپږ زره ښوونځۍ جوړې کړي . د دغو ښوونځیو په جوړیدو سره به په کلیو کې دوه نیم میلیونه ماشومانو ته د زده کړو مناسبه او سا لمه زمینه برابره شي، د ښوونې او روزنې کیفیت به ښه والی ومومي او په ټول هیواد کې به زرګونو تنو ته د کار زمینه برابره شي.

د هیواد جغرافیایي اواقلیمي شرایطو ته په پاملرنې سره  د ولسي تړون ملي پروګرام د انجنیرۍ برخې  د دغو ښوونځیو لپاره ۲۸ نقشې دیزاین کړیدي چې په څلوروکتګوریو ویشل کیږي:

۶  درسي تولګي،  ۸  درسي تولګي، ۱۰ درسي تولګي، ۱۲ درسي تولګي. د دغو ښوونځیو د جوړیدو لپاره له د ځایي ساختماني موادو څخه ګټه اخیستل کیږي.

د شپږزره ښوونځیو د ودانیو د جوړولو کار په دوو پړاوونو کې بشپړیږي چې په لومړي پړاوکې به د هیواد په ۱۷ ولایتونو لکه: (کابل، ننګرهار، نورستان، لوګر، خوست، میدان وردګ، غزنی، پکتیکا، کندز، بلخ، فاریاب، هرات، بادغیس، کندهار، هلمند، ارزګان او زابل) کې ۲۶۴۷  ښوونځۍ جوړې شي.

له دې جملي نه  ۱۲۰۸ د نجونو او هلکانو ګډې ښوونځۍ، او پاتې نورې یي د هلکانو ښوونځۍ دي.

 

لاس ته راوړنې!

۷۳۵ ښوونځی بشپړی شوي دي.

۶۴۰ ښوونځی تر کار لاندې دي.   

 ۲۶۴۷ ښونځي په لومړي پړا وکې د جوړولو لپاره پلان شوي دي.