د څارنې، ساتنې او ودانۍ لپاره د پراختیایي نغدي وجهې پروګرام (MCCG)

په کلیو کې د راستنیدونکو او داخلي بیځایه شویو بیا یوځای کیدنه اومدغم کول یو له هغو اړینو کارونو څخه دي چې ولسي تړون ملي پروګرام پرهغه باندې تمرکز کوي. د څارنې، ساتنې او ودانۍ لپاره د پراختیایي نغدي وجهې پروګرام( MCCG) ډیرو زیانمنونکو کورنیو ته د لنډ مهاله دندې د رامنځته کولو په موخه په هغو کلیو کې چې زیات داخلي بیځایه شوي او راستنیدونکي لري، د بنسټیزو زیربناوو مالي تأمین، په پام کې نیول شویدی.

دا برنامه د کلیو د ۳۵ سلنه کورنیو څخه (چې د کورنیو راستنیدونکو لپاره کوربه ده) ملاتړ کوي څو د بیکارۍ او د ګټې پرته ترینه ملاتړ وشي، تر څو موسمي لوږه کموالی ومومي، موجودې زیربناوې ترمیم او ترې څارنه وشي او وړې زیربناوې چې د ولسي تړون ملي پروګرام د ساختماني فعالیتونو له چوکاټ نه بهر وي (د درسي خونو د جوړولو په ګډون) ودانې شي.

د څارنې، ساتنې اوودانۍ لپاره د پراختیایي نغدي وجهې فرعي پروګرام (MCCG) د کلیو د پراختیایي پلان جوړونې بهیر سره مرسته کوي. د سرچینو(منابع) نقشه او د معیشت/ بیوزلۍ شننه، د بودجې په تخصیص (چې کومې منابع د ترمیم لپاره دي او چیرې نوی بنسټ رامنځته کیږي) او د شرایطو وړ کسانو د تر پوښښ لاندې راوستلو کې ، مهم بلل کیږي.

لاس ته راوړنې!

د ۷۸۹ پروژو په بشپړیدوسره ۱،۴۸ میلیونه کاري ورځې

 ماهرو او غیر وماهروکاریګروته را منځته شوې دي.