د کډوالۍ ستونزې په نښه کول

ولسي تړون  په هغو سیمو کې چې د کډوالو د لوړې کچې درلودونکې وي؛ خدمتونه، دندې او د بیا مېشت کېدلو مناسب چاپېریال رامنځ ته کوي. ولسي تړون د عمومي او سرتاسري پراختیا له ماډل څخه کار اخلي. په دې معنی چې راستنیدونکي، داخلي بې ځایه شوي او د کلي اصلي اوسېدونکي  به له پراختیایي فعالیتونو او کړنو  څخه ګټه پورته کړي. راستنیدونکو، داخلي بې ځایه شویو او د کلیو اصلي اوسېدونکو  ته د لومړنیو خدمتونو د برابرولو له پاره  به د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري اړینه مالي بودجه  په واک کې ورکړل شي ترڅو د سرچینو پر سر له منفي سیالیو څخه مخنېوی وشي. د ولسي تړون د څارنې ساتنې او ودانۍ له پاره نغدي وجهه  (MCCG) چې د ولسي تړون ملي پروګرام یوه برخه ده،  په کلیو او بانډو کې  موسمي او داسې دندې  چې په یو وخت کې  ډېرو کارګرو ته اړتیا ولري، د کلیو له ۱/۳ څخه ډېرو کورنیو  لپاره  د  تر ټولو بېوزلو وګړو  په پام کې نیولو سره  ( په هغو سیمو کې چې ډېر شمیر راستنیدونکې او بېځایه شوي پکې موجود وي )،  د کار زمینه برابروي، تر څو هغوی وکولای شي د بېکارۍ موسم او لږ عاید ترلاسه کولو  پرمهال د خپل عادي ژوند پر مخ بېولو لپاره له دې فرصتونو څخه ګټه پورته کړي .