په لغمان ولایت کې ۳۸۱ کورنۍ د غله جاتو د بانکونو له لارې خوراکي توکي تر لاسه کړل .

د ۱۳۹۷ د مرغومی۳۰ـ  ۳۸۱  اړو او بیوزلو کورنیو ته د ۱۷۰۳۰۱۸ افغانیو په ارزښت خوراکي توکي د ولسي تړون ملي پروګرام د کلیو د ۲۱ پراختیایي شوراګانو د غله جاتو د بانکونو له لارې د لغمان ولایت د قرغه یي ولسوالۍ اړوند د بربولان په شورا کې د یوې غونډې په جوړیدو سره په نوموړو کلیو کې وویشل شول .

دغه خوراکي توکي چې پکې اوړه، غنم، غوړ، لوبیا، بوره، چاي او مالګه شامل دي د بربولان ، ادیپوره ، حسن خیل صواتی ، باغبان کوچه ، قلعه قاضی ناصرخیل، کمپ مهاجرین ، منصورکلی ،کاکاسلام ، ترنګ ، غونډی عبدالرحیمزی ، قلعه مفتی شمشیراباد ،نوراغراباد ،میرزاقلعه ، ملک عبدالستارقلعه ،سلطان خیل ،صفت خان بانډه ، کولالان ، باغ ، فیروزاباد ، ګله خیل اولعل خان آباد د پراختیایي شوراګانو د زیانمنونکو کمیټو په هڅو راټول شوي او د نوموړو شوراګانو د غله جاتو په بانکونو کې زیرمه شوې ؤ. ددغو مرستو یوه لویه برخه د نوموړو کلیو د اوسیدونکو له خوا په خپله خوښه ورکړل شوې وې او یوه بله برخه یې هم د ټولنیز ګډون د مالي وجهي پروګرام (SIG) له لوري ورکړل شوي دي.

د هیواد په کلیو او بانډو کې د کلیو د پراختیایي شوراګانو په چوکات کې د غله جاتو د بانکونو جوړیدل د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام یو له ارزښتناکه نووښتونو څخه شمیرل کیږي. د ولسي تړون ملي پروګرام د خپلې زیانمنونکې برخې له لارې د معیشت د ابزارو نه په ګټه اخیستلو  سره د هیواد په کلیو اوبانډو کې په دوامداره توګه کار کوي څو د کلیو بډایه خلک وهڅول شي چې د خپل کلي زیانمنونکي قشر او بیوزله کسانو سره په خپله خوښه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړې

دغله جاتو د بانکونو جوړیدل د ډیرو بیوزله او اړو خلکو لاس نیوې دې چې د ډوډې د پیدا کولو زمینه په واک کې نه لرې او لدې امله زخت زیان سره مخامخ دي. دغه قشرکې هغه کورنۍ شامل دي چې کونډې ښځې او بوډا کسان ( او نورهغه کسان چې د کار کولو توان نه لري ) یي سرپرستي کوي،  هغه  کورنۍ چې ځمکه نه لري ، معلولین ، معیوبین او نورې زیانمنونکې کورنۍ دي چې په یو ډول نه په یو ډول د نورو کسانو مرستو ته اړټیا لرې .

همدارنګه د ولسي تړون ملي پروګرام لدې لارې د خلکو په منځ کې د یو بل د لاس نیونې او همکارۍ روحیه پراخوي . د ولسي تړون ملي پروګرام، بډایه خلک هڅوي څو د بیوزلۍ په کموالي او له لوږې نه د اړو کسانو د ژغورولو له پاره هڅه وکړي. څرنګه چې د دغه اقدام له پیل څخه راهیسې ۱۴۴۲ دغله جاتو بانکونه په ټول هیواد کې جوړ شوې دي چې د ۱۰۷۰۶۳۰ امریکایي ډالرو په ارزښت توکي د پراختیايي شوراګانو له خوا راټول شویدي او ۶۸۷۸۸۴ امریکایي ډالره د ټولنیز ګډون د مالي وجهې پروګرام (SIG) له بودجې نه ورکړل شویدي. په مجموع کې د دغو بانکونو له لارې ۱۲۷۰۵ بیوزله کورنیو ته لومړني خوراکي توکي ویشل شویدي . ددې ترڅنګ د هیواد بزګرانو په یو شمیر ولایتونو کې ۹۳ جریبه کرنیزه ځمکو حاصلات د ۳ نه تر ۵ کلونو پورې ، غله جاتو بانکونو ته وقف کړي دي .

د کلیو د بیارغونې اوپراختیا وزارت / د ولسي تړون ملي پروګرام