دولسي تړون ملي پروګرام دښاروالي په کچه دمدیریتي کمیټې (MCCMC)لومړی غونډه په کندهار کې

۱۹ مرغومي ۱۳۹۷ ـ په کندهار ښار کښي دولسي تړون ملي پروګرام دښاروالۍ مدیریتي کمیټې(MCCMC)  غونډه ترسره شول، په یاده غونډه کښی دکندهار سرپرست ښاروال، د‌ذیدخله ریاستونو استازو، دولایتي واحد مشر، دتخنیکي مشاوریت مشر، د همکارې موسسې استازو، دشوراګانو اوګذرونو رئیسانو او غړو ګډون کړي وؤ.

په پیل کښي دکندهار سرپرست ښاروال دغونډي ګډونوالو ته دولسي تړون ملي پروګرام په اړه لنډ معلومات ورکړل او دولسي تړون ملي پروګرام دکارونو څخه یې خوښي وښوده، وروسته دولسي تړون ملي پروګرام دولایتي واحد مشر د ښاروالۍ دکمیټو د دندو او مسئولیتونو په اړه خبري وکړي او زیاته یې کړه چي دپروګرام داصولو مطابق به په هرو درو میاشتو کښي یاده غونډه دایریږي او هغه ستونزي چي دولسي تړون ملي پروګرام دنمرو کارډونو له لارې پیداکیږي هغو ته دښاروالۍ دمدیریتي کمیټې په غونډه کښی دحل لارې چاري پیداکیږي.

ورپسې دهمکارې موسسې ولایتي مسئول دغونډې دګډونوالو سره هغه ستونزي چي په معارف او صحت کښي وې او دوې دنمړو کارډونو له لارې پیداکړي شریکي کړې او داړونده استازو له خوا یې دحل په موخه ژمنې وشوې.

همداراز دګذرونو او شوراګانو رئیسانو هغه ستونزې چي دوې په ساحه کښي ورسره مخ دي وړاندې کړي او دمجلس دګډونوالو لخوا ورته د ژر حل ژمنه وسوه.

 

د ولسی تړون ملی پروګرام د عامه پوهاوی ولایتی واحد
د ښاروالیو معینیت/ د سیمه ییزو ارګانونو اداره