د مزار شریف په ښار کې د ولسي تړون ملي پروګرام ولایتي مدیریت همغږي کمېټه جوړول

د ۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۱۵ - د بلخ ولایت او د مزار شریف ښاروالۍ په کچه د ولسي تړون د ولایتی مدیریت همغږي کمېټې جوړې شوې. د داسې کمیټې جوړول د ټولنې پراختیايي شوراګانو او اړوندو دولتي ادارو او په خاصه توګه د برنامې تطبیق کوونکې ادارې لکه د سیمه ایزو ارګانونو اداره او د کلیو پراختیا وزارت تر څنګ نورو ادارو لکه  د ولایت مقام، د پوهنې، عامې روغتیا، اوبو رسولو او د برېښنا شرکت ریاستونو تر منځ د خدمتونو په وړاندې کولو کې د ښه والي په راوستلو او همغږي رامنځ ته کولو په موخه جوړیږي. همداراز د دغو کمېټو له لارې د ولایت او ښاروالۍ په کچه د خلکو تر منځ هغې ستونزې چې پراختیايي شوراګانو یې د هواري واک نه لري حل کیږي . په همدې موخه یاد پروګرام د ولسي تړون ملي پروګرام ولایتي مدیریت واحد له لوري د بلخ ولایت په مقام کې د کمیټې جوړولو مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې، د بلخ ولایت چارواکي، د مزار شریف ښاروال، د ریاستونو رییسانو: د عامه روغتیا، پوهنې، د برېښنا شرکت، د اوبو رسونې، د کلیو پراختیا، د زراعت، د اقتصاد، د شوراګانو استازو او د ولسي تړون ملي پروګرام مسوولینو  ګډون کړی وو.

پیل کې شجاع الدین شجاع د بلخ ولایت مرستیال د ولسي تړون ملي پروګرام له کارونو او کړنو مننه وکړه او یاد پروګرام یې د خلکو او دولت تر منځ د اړیکو په برابرولو کې مهم وباله او زیاته یې کړه؛ ولسي تړون ملي پروګرام د خلکو د ژوند د کچې د پرمختګ لامل ګرځي او دوی ته فرصت ورکوي چې د سیمه ییزې حکومتولۍ ظرفیت لوړ کړي. د بلخ ولایت مرستیال د ولسي تړون پروګرام د موخو په تر لاسه کولو کې خپل ملاتړ وښود او د هر ډول همکارۍ ژمنه یې وکړه.

ورپسې، فریبا شریف احمدي د مزار شریف ښار د ولسي تړون ملي پروګرام ولایتي آمرې زیاته کړه؛ شوراګانې باید یوازې خپلې چارې د پروژې په پلي کولو کې محدودې نه کړي بلکې د سیمو د خلکو د ستونزو په هوارولو کې هم کار وکړي.

.