د شپږ زره ښوونځیو د جوړولو عملي کارونه پیل شول

۱۳۹۷/تله /۲۶ 
د شپږ زره ښوونځیو د جوړولو عملي کارونه پیل شول

په ټول هېواد کې د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د شپږ زره ښوونځيو جوړولو عملي چارې نن رسمآ د کابل ولايت د ګلدارې ولسوالۍ د قول نعمت په کلي پيل شوې.
د هېواد جمهور رييس په ځانکړې سپارښتنه په ټول هېواد کې د شپږ زره ښوونځيو جوړولو عملي چارې نن رسمآ د کابل ولايت د ګلدارې ولسوالۍ د قول نعمت په کلي کې، د زېربنا په برخه کې د ولسمشر ستر سلاکار او د ماليې وزارت سرپرست وزير ډاکټر همايون قيومي، د کليو بيارغونې او پراختيا وزير پوهنمل مجيب الرحمن کريمي د پوهنې سرپرست وزير ډاکټر ميرويس بلخي لخوا رسمآ پيل شوې.
په هغه مراسمو کې، چې په همدې موخه جوړشوی و، د زېربنا په برخه کې د ولسمشر ستر سلاکار او د ماليې وزارت سرپرست ډاکټر همايون قيومي وويل، چې دا برنامه د حکومت يوه ستره لاسته راوړنه ده، چې دوه ميليونه ماشومانو ته به د زده کړو سالم او وړ چاپيرل رامنځته کړي، د ښوونې او روزنې کېفېت به ورسره ښه شي، زرګونو خلکو ته به کاري فرصتونه ايجاد کړي او په لېرې سېمو کې به ښوونې او روزنې ته د ماشومانو لاسرسي اسان کړي. د کليو بيارغونې او پراختيا وزير پوهنمل مجيب الرحمن کريمي په دې مراسمو کې وويل، د هېواد جمهور رييس په ځانکړې پاملرنې او سپارښتنې ، چې د هېواد ښوونيز بهير د معياري کېدو ، سالم او وړ تدريسي چاپيرل ته يې لري، د ښوونيز کال په پيل کې يې د شپږ زره ښوونځيو د ودانيو جوړولو ژمنه وکړه او ياد کال يې د پوهنې په نوم ياد کړو، چې د همدې پوهنې کال په بهير کې نن د شپږ زره ښوونځيو د ودانيو د جوړولو عملي چارې پيلوو.
د کليو بيارغونې او پراختيا وزير زياته کړه، چې د شپږ زره ښوونځيو د د ودانيو د جوړولو کار په دوو پړاونو کې بشپړيږي، چې په لومړي پړاو کې د هېوا په اوولس ولايتونو: ( کابل، ننګرهار، نورستان، لوګر، خوست، ميدان وردګ، غزني، پکتيکا، کندوز، بلخ، فارياب، هرات، بادغيس، کندهار، هلمند، ارزګان او زابل کې ۲۶۴۷ ښوونځي جوړيږي، چې ۱۲۰۸ په کې د نجونو او هلکانو مشترک او پاتې نور د هلکانو دي، چې ۱۷۵ ميليونه ډالر ورته بېل شوي.
د کليو بيارغونې او پراختيا وزير همدرنګه وويل، چې د افغانستان جغرافيايي او اقليمي شرايطو ته په پام د دې ودانيو ۲۸ بېلابېلې نقشې ډيزاين شوي، چې په څلور کټګوريو وېشل کېږي ۶ صنفه ودانۍ، ۸ صنفه ودانۍ، ۱۰ او ۱۲ صنفه ودانۍ، چې په کاري بهير کې به يې ۸۲۶۲۰۰۰ کاري ورځې رامنځته شي او تقريبآ يو ميليون زده کوونکو ته به منظم درسي چاپيرل برابر کړي. د دې ترڅنګ دوانيو په جوړولو کې به له محلي ودانيزو توکي څخه استفاده کېږي .
د پوهنې سرپرست وزير ډاکټر ميرويس بلخي په دې مراسمو کې وويل، چې د ۶۰۰۰ ښوونځيو د ودانيو د جوړولو په سبب به دد ښوونځيو د ودانيو اتيا فيصده مشکلات حل شي، ده زياته کړه، چې متاسفانه ۵۰ فېصده ښوونځي ودانۍ نه لري، چې ښوونيز بهير يې ننګولي، د دې ترڅنګ يې د جمهوري رياست له عالي مقام په ځانګړي ډول له ډاکټر صيب همايون قيومي څخه مننه وکړه، چې په دې برخې کې زياتې هڅې کړي. د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت څخه يې د مننې ترڅنګ وغوښتل، چې په ښه کيفيت ، د معارف د اړتياوو په پامنيوي او ټاکلي وخت سره ياد ښوونځي د پوهنې وزارت ته وسپاري.

د يادونې وړ ده، چې په ټوله کې ۶۰۰۰ ښوونځي ۲،۱۶ ميليونه زده کوونکو ته وړ او سالم درسي چاپيرل برابروي او د دې ترڅنګ ۱۸،۳۶ ميليونه کاري ورځې هم رامنځته کوي.

اړيکې:
د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د وياند دفتر
محمد رفیق جنبش ( د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت مرستیال ویاند)
۰۷۹۰۵۰۰۴۰۴

د ولسي تړون ملي پروګرام د عامه اړکې مسءول
بکتاش مصور
۰۷۰۰۶۶۰۵۶۴