د ښوونې او روزنې لېواله اتلان

چپرهار ولسوالي، د ننګرهار ولایت په جنوب کی پرته ده، چې د کښت وړځمکې یې ډیرې کمې دي خو بیا یې هم ډیری خلک د ځمکو په کرکیله او مالدارۍ بوخت دي.

د سیمې خلک که څه هم له بېوزلۍ او نادارۍ رنځ وړي، خو بیا یې هم تل ښوونې او روزنې ته خپله لیوالتیا ښودلې ده مګر د کلي هلکان او نجونې یې کلونه کلونه په یوه نامناسب چاپیریال او په شخصې کورونو کې خپلې زده کړې کولي.

کله چې د ۱۳۹۷ کال په لړم میاشت کې د ولسي تړون ملي پروګرام د اقرأ پروژې تر سیوري لاندې د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو کار پیل شو، د ننګرهارولایت لپاره ټول ټال ۲۰۵ ښوونځي په پلان کې ونیول شول چې له دې ډلې تر اوسه پوری ۶۰ ښوونځي بشپړ شوي او ۵۳ ښوونځي معارف وزارت ته هم سپارل شوي دي.

له دې جملې یو هم د هاشم خیلو کلي د نجونو او هلکانو لومړنی ښوونځی دی چې اوس یې د ودانۍ چارې بشپړې شوې دي.

له بده مرغه په دې کلي کې د ځمکو د کمښت په وجه د ښوونځي د جوړیدو لپاره مناسب ځای نه وو، د کلي خلک چی د کلونو کلونو راهیسې په خپل کلي کې د ښوونځي په ارمان شپې او ورځې تیرولې نو سره جرګه شول تر څو د ښوونځي د جوړیدو ځای پیدا کړي.

تر ډېرو مشورو وروسته چې هر څومره فکر یې وکړ، داسې ځای پیدا نشو چې ښوونځي ته په کې وداني جوړه کړي، ځکه هلته خلک دومره ځمکې نه لري چی ښوونځي ته یی ورکړي.

همدا وجه وه چی خلک ټول ناهیلې شول او سوچ یې وکړ، کوم چانس چې په لاس ورغلی د ځمکې د نشتون په وجه به یې له لاسه ورکړي.

په دې وخت کې د پوهنې اتل، حاجی عبدالحق چی د هاشم خېلو کلي د پراختیایي شورا رئیس او یو ډیر بېوزله او غریب سړی دی، د کورنۍ شمیر یې ټول ۳۰ کسان دي او میاشتنی عاید یې  ۱۶۰۰۰ افغانۍ دی، د کلیوالو د ارمان پوره کولو لپاره د دوي له لاسه وتلې هیله یې بېرته را ژوندۍ کړه.

خپله حاجي عبدالحق په یوه ښوونځي کی د ښوونکي دنده لري، چې میاشتنۍ تنخواه یې ۸۰۰۰ افغانۍ ده. یو زوی یې په کلینیک کی دنده لري چې میاشتنۍ عاید یې د ۸۰۰۰ نه تر ۱۰۰۰۰ افغانیو پورې رسیږي. هغه د کلیوالو د کلونو ارمان د پوره کولو لپاره په خوشحاله خوله او ورین تندي خلکو ته وویل:« تاسو مه مایوسه کیږئ، ستاسو او زما ارمان د ښوونځي جوړیدل دي، زه نور نشم زغملی چې د کلي زده کوونکي چې زما خپلو اولادونو غوندې دي، له زده کړو نه محروم پاتې شي، زه حاضر یم خپله یو جریب ځمکه د کلي د ښوونځي ودانۍ جوړیدو ته وقف کړم».

د همدې کلي اوسیدونکی محمد الدین وایي:« حاجی عبدالحق ټول خلک پیژني چې یو بیوزله سړی دی، دا چې هغه د یو ملي فکر پر بنسټ خپله ځمکه چې څه باندی څلورسوه زره افغانۍ ارزښت لري د خپل کلي د اولادونو د ښې روزنې په موخه د ښوونځي جوړولو ته وقف کړه ډېره ستره قرباني ده او اتلوالي یې وکړه، چې موږ ټول کلیوال ترې مننه کوو.»

اوس ددغه ښوونځي د جوړیدو کار سل سلنه پرمخ تللی دی. د ښوونځي دغه وداني ۸ درسې خونې یو اداري دفتر، ۵ تشنابونه او یوه د پاکو اوبو څاه لري چې د سیمې شاوخوا  ۳۰۰ زده کونکو ته یی سالم درسي چاپیریال برابرکړی دی.

د ولسي تړون ملي پروګرام د اقرأ پروژې تر سیوري لاندې تر اوسه د هیواد په کچه ټول ټال۸۵۶ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوي دي او ۱۵۹ترکارلاندې دي چې په جوړیدو سره به یې لسګونه زره زده کوونکي په مناسب درسي چاپېریال کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.