ولسي تړون؛ مونږ ته د الهي عبادت اسانتیا او د کلیوالو ترمنځ ټولنیز یووالی برابر کړ.

ولسي تړون ملي پروګرام د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په چوکاټ کې د نورو پرمختیايي پروژو تر څنګ د هېواد د ولسمشر په ځانګړې لارښوونه د جوماتونو جوړولو ځانګړې برنامه هم پرمخ بیايي چې ننګرهار په شپږو ولسوالیو( کوټ، شینواري، دوربابا، اچين، نازیان او هسکې مېنې) کې د مساجدو جوړول روان دي.

له دې جملې د کوټ ولسوالۍ اړوند د شاېسته خېلو کلي لپاره هم يو باب مسجد جوړ شو چې پر دغه مسجد د ولسي خلکو د لس سلنه ونډې په ګډون يو عشاريه یو ميليون افغانۍ لګښت راغلی، ۱۱۳ کورنۍ ترې ګټه اخلي او ۲۰۰ تنو ته يې د لمانځه مناسب چاپیريال برابر کړی دی.

ددې مسجد د رغنيزو چارو په ترڅ کې ځايي ماهرو او غیر ماهرو کارکوونکيو لپاره ۶۸۴ کاري ورځې هم برابرې شوې.

ددې مسجد له جوړولو وړاندې یوه خټین جومات شتون درلود چې د باد، باران، یخنۍ او ګرمۍ په موسمونو کې به ځايي خلکو ترې استفاده نه شوه کولی. په باران کې به څڅېده، په يخنۍ کې به په کې یخ او په ګرمۍ کې به په کې ګرمي وه.

د شاېسته خېلو شورا غړی ۶۴ کلن حاجي ټیکه دار وايي، په پخواني خټين مسجد کې به تورتم وو، موږ به نه شو کولی، چې تلاوت په کې وکړو؛ خو اوس هره ستونزه حل شوې.

 

هغه وايي:(( زمونږ کلی ۱۱۳ کورونه لري، مخکې مونږ مسجد لرلو خو خټین جومات وو، په باران کې به را څڅېده، ګرمۍ کې به په کې د ګرمۍ  له لاسه او په یخنۍ کې به د یخنۍ له وجې لمونځ کوونکي په تکلیف وو، اشدارې يې نه لرلې، تورتیاره به وو، زما غوندې سپين ږیرو به نه شول کولی چې تلاوت په کې وکړي، زمونږ ماشومان به ډېر لرې ځای ته د دیني زده کړو لپاره تلل، چې د تګ راتګ مشکلاتو په برخه کې ډېر په تکلیف وو، اوس يو منظم، مجهز او عصري مسجد لرو، لویې اشدارې، برق، لوډسپېکر او هر څه لري، پنځه وخته منظم جماعت کوو او ټول کلیوال سره راټولېږو، د يو بل له حاله خبرېږو، په ستونزو او مشکلاتو همدلته سره خبره کوو، مړی او ژوندی سره پالو، مونږ د حکومت نه، د ولسي تړون نه ډېر خوشحاله یو.))

 

 

د شاېسته خېلو شورا د مسجد ۳۴ کلن قاري صاحب فصيح الله وايي، چې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د دوی په کلي کې جوړ شوی مسجد نه یواځې دا چې دوی ترې د لمانځه لپاره ګټه اخلي؛ بلکې د يوې منظمې مدرسې په شکل يې استفاده کوي، هغه وايي، پخوا به د دوی د کلي لسګونه ماشومان نورو کليو او لرې پرتو مدرسو ته د ديني زده کړو لپاره تلل، چې په دې سره به ماشومان د دین په نوم په ډېرو ناوړه مسايلو کې د راښکيل کېدو وېره هم وه او د حکومت، نظام او هېواد په اړه  د دوی د ذهنیت خرابولو امکان هم وو.

 

نوموړی وايي، اوس زموږ په دې مسجد کې ۱۶۰ تنه ماشومان سهار، غرمه او ماښام ديني زده کړې کوي.

قاري فصيح الله وايي:(( دا خو اطراف دي، دلته کليوالي ژوند دی، د خلکو غربت دی، نه شي کولی، چې د منظمو ديني زده کړو لپاره خپل بچيان د ښار رسمي او مجهزو مدرسو ته د ابتدايي ديني زده کړو لپاره ولېږي، دا چې زمونږ د کلي مسجد مخکې ډېر کمزوری او بې امکاناتو وو، اوس د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري مونږ ته ډېر ښکلی او مجهز مسجد جوړ شو، پنځه وخته په کې جماعت لرو، مخکې به کليوال له يو بل نه،  نه خبرېدو، اوس د همدې مسجد له برکته خلک په منظم ډول جماعت ته راځي او د يو بل نه په اسانه خبرېږو، مونږ دغه مسجد یواځې د جماعت لپاره نه استفاده کوو، مونږ د ۱۶۰ تنو ماشومانو لپاره د ابتدايي ديني زده کړو یوه مدرسه/ حلقه هم دلته لرو، چې سهار، ماسپښین او ماښام په کې ماشومان زده کړې کوي، برق لرو، باد پکې لرو، اشدارې لرو، چې دا ټول د یوه منظم درسي چاپیريال لپاره ضروري وسايل دي، مونږ له خپل حکومت نه په خاص ډول ولسي تړون ملي پروګرام نه ډېر خوشحاله يو او غوښتنه مو دا ده، چې په نورو برخو کې مونږ ته خدمت وکړي.))

د شاېسته خېلو د کلي ۱۴ کلن زلموټی امجد خان بيا وايي، چې پخوا له دې، چې په کلي کې يې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري مسجد جوړ شي دوی به د ديني زده کړو لپاره نورو کليو ته تلل، چې ډېر کله به د باد، باران، یخنۍ او ګرمۍ له وجې دوي له درسونو پاتې کېدل او داسې به هم وه، چې دوي مجبور وو، چې د ديني او عصري زده کړو تر منځ يو انتخاب وکړي، ځکه امکانات نه وو که به ديني زده کړو پسې نورو کليو ته تللو بيا مو نه شو کولی، چې هم مهاله ورسره ښوونځي هم تعقيب کړو؛ خو اوس زه او ټول کلیوال هلکان او نجونې کولی شو، چې هم ديني زده کړې وکړو او هم عصري.

هغه وايي:(( زمونږ په کلي کې، چې مخکې وو هغه جومات ډېر وړوکی هم وو او خام هم وو، مونږ به نورو کلیو ته سبق ته تلو، کله به باران وو، کله به ګرمي او یخني وه؛ نو بیا به سبقونه پاتې وو، اوس چې دغه مسجد ولسي تړون راجوړ کړ مونږ هم ديني سبق په کې په منظم ډول ويلی شو او مکتبونو ته هم تللی شو، مونږ له خپل حکومت نه خوشحاله يو.))

 

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د مساجدو د ځانګړې برنامې په چوکاټ کې د ننګرهار ولایت په شپږو ولسواليو کې ۶۶ جوماتونو جوړول او رغول منظور شوي دي، چې له جملې يې په کوټ ولسوالۍ کې ۲۳ مساجدو ته د ودانیو جوړول عملاً روان دي، چې ګڼ شمېر يې له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او پاتې نور به په نږدې راتلونکې بشپړ شي.