د کورنۍ په اقتصاد کې دښځې رول

 

بي بي ګل چې د هرات ښار د لسمې ناحیې اوسېدونکې ده د ولسي تړون ملي پروګرام د ښځو د ځواکمنتیا پروژې په مرسته د میاشتې ۵۰۰۰ افغانۍ عاید لري. نوموړې د هغو ۲۳ کار زده کوونکو له ډلې څخه ده چې د شهدای اول مېرمنو په تولیدي کارځای کې یې په وړیا توګه زده کړې کړې دي او وروسته یې کار پیل کړی دی او ترشي او مربا تولیدولای شي.

بي بي ګل د هرات ولایت د لسمې ناحیې په شهدای اول ګذر کې د ښځو د معیشتي پروژې یوه ګټه اخیستونکي ده چې په یوې بېوزلې کورنۍ کې ژوند کوي. مېړه یې کراچۍ لري او د بار میدان کې مزدوري کوي چې ځینې ورځې کار ورته پیدا کېږي او ځینې ورځې وزګار وي. نوموړې مخکې له دې چې په کارځای کې کار وکړي، په کور کې یې پسته پاکوله او د ورځې یې ۱۰۰ افغانۍ عاید درلود او له همدې لارې یې له خپل مېړه سره مرسته کوله.

.

د ولسي تړون ملي پروګرام د ښځو د ځواکمنتیا پروژې په ښاري او کلیوالو سیمو کې لېواله ښځو ته د کار زده کړې او کارموندنې فرصتونه برابر کړي دي ترڅو ښځې وکولای شي په یوه بشپړ آرام چاپیریال کې یوه حرفه او کار په وړیا توګه زده کړي او پر کار بوختې شي.

بي بي ګل وویل: "له هغه وخته راهیسې چې په دې کارځای کې کار کوم، له خپل مېړه سره ښه مرسته کوم، او له خپل اوسني ژوند څخه خوښه یم، ماشومان مې ښوونځي ته تللای شي، او زه له کارځای سره خوا کې د باندې هم کار کوم او عاید لرم". نوموړې همدارنګه زیاته کړه: "موږ ۲۳ ښځې وو چې کار مو پیل کړ، د ۶ میاشتو په ترڅ کې یې د ترشیو او مربا د بېلابېلو ډولونو تولید یې رازده کړ او هرې ښځې یا پلورنځي کرایه کړل او یا یې په خپلو کورونو کې کار کوي. خو ما له زده کړو وروسته په کارځای (کارخانه) کې کار پیل کړ او د میاشتې ۵۰۰۰ تنخوا لرم".

بي بي ګلې د بېلابېلو ترشیو او مرباوو په تولید کې کافي مهارت ترلاسه کړی دی، اوسمهال د شهدای اول ګذر د ښځو د ځواکمنتیا کارخونه کې له ۱۹ کار زده کوونکو سره کار کوي او نوموړې له دې امله ډېره خوښه او راضي ده چې د ولسي تړون ملي پروګرام د ښځو د ځواکمنتیا پروژې دوی ته دا فرصت رامنځته کړی دی. نوموړې نورو ښځو ته وړاندیز کوي چې په کور کې وزګارې پاتې نه شي او خپل کار له یو ځای څخه پیل کړي او پر ښځو غږ کوي راځئ چې د خپل لاسونو د تڼاکو له لارې خپل ځانونه یو ځای ته ورسوو. 

د ولسي تړون ملي پروګرام د ښځو د ځواکمنتیا پروژو له لارې په ښاري او کلیوالو سیمو کې چې د دې پروګرام تر پوښښ لاندې دي، د ښځو لپاره د هر ګذر په کچه د تولید او روزنې مرکزونه جوړ کړي دي ترڅو وکولای شي په بشپړ ښځینه چاپیریال کې د خپلې خوښې کار او حرفه زده کړي او پر کار بوختې شي.