سړک جوړېدو زمونږ د ۲۱۷ کورنیو د تګ راتګ ستونزه حل کړه.

ولسي تړون ملي پروګرام د کونړ ولایت نرنګ ولسوالۍ اړوند د سپېرو مېنې او احمد خان کليو دوو  کليوالي پراختيايي شوراګانو لپاره پينځه کيلومتره فرعي سړک، چې په يوه غرييزه منطقه کې موقعیت لري منظور کړی وو، چې په جوړېدو سره يې ددغې شوراګانو اړوند د ۲۱۷ کورنيو د ټرانسپورټ هغه ستونزه، چې له پېړیو  راهيسې ورسره مخ وو حل شوې، ددې سړک په جوړېدو د ځايي خلکو د لس سلنه ونډې په ګډون پنځه عشاريه دوه ميليونه افغانۍ لګښت راغلی وو او د ځايي ماهرو او غیر ماهرو کارکوونکيو لپاره يې ۶۳۶۰  کاري ورځې هم  برابرې کړې.  

د احمد خان او سپېرو مېنې کليوالي پراختيايي شوراګانې تور سړک او  ابادۍ څخه ۱۸ کيلو مټره لرې د غرو په لمنو کې اباد دي، چې له پېړيو راهيسې دې سيمې ته موټر نه و ورغلی، کله چې به ناروغ پیدا شو په جنازه کې به يې ابادۍ ته ښکته کولو، چې ډېر کله د لارې د خرابوالي له مله ناروغ په لار کې ساه ورکړې.

۶۴ کلن امین الله د احمدخان د کلي اوسېدونکی دی هغه وايي، چې د دوي کلي ته هېڅ فرعي لاره نه وه، ټول عمر يې له خپل کلي نه ابادۍ ته د خرو او اسونو په وسيله تګ راتګ کړی او کله چې به مریض پیدا شو، دوی به له ډېرو ستونزو سره مخ وو.

دی وايي، ډېر ځله داسې پېښ شوي چې د کورنۍ مېرمنې یې په اولاد ناروغې شوي دي او روغتون ته د رسولو لاره به نه وه چې په جنازه کې  يې پر اوږو ابادۍ ته وړي دي.

هغه دا هم وویل، چې څو تنه ښځې او سپین ږيري، چې سخت ناروغان وو په لاره کې د انتقال په مهال وفات شوي هم دي.  هغه وايي: "زمونږ دغه بانډې/ کلي د غره په سرونو کې اباد دي، مونږ له ښار نه داسې ووایه، چې اتلس شل کيلومتره دننه د غره ډډه کې پراته یو، زما ۶۴ کاله عمر دی، په دا دومره عمر کې زما کلي ته کله موټر نه وو راغلی، ځکه، چې لار نه وه، مونږ ډېر زیات په تکلیف وو، زنانه به مریضانې شوې بیا به مو جنازو کې بار کړې او په اوږو به مو په احتیاط احتیاط لاندې کوزې کړې، زمونږ ډېرې زنانه او سپین ږيري د لارې د خرابوالي په وجه په وخت ډاکټر ته نه دي رسيدلي او په لار کې وفات شوي، اوس چې ولسي تړون ملي پروګرام دغه سړک زمونږ کلي ته جوړ کړی ډېر زیات ترې خوشحاله يو."

 د احمد خان او سپېرو مېنې شوراګانو اړوند ددغو ۲۱۷ کورنيو په لسګونه کورنۍ د غره نه لاندې په ابادۍ کې هم ژوند کوي، د چا لور، خور واده ده او چا له ابادۍ نه خپل زوی، ورور ته ښځه کړې، چې د لارو د نشتوالي او خرابوالي له امله به دغه کورنۍ په ډېر ځنډ د خپلو دوستانو او خپلوانو لیدو ته تلل راتلل،

د سپېرو مېنې د کلي اوسېدونکی ۲۷ کلن نسیم خان وايي، زما خپل واده د نرنګ ولسوالۍ اړوند هغه کلي څخه شوی، چې پر عمومي سړک او اباده کې شتون لري، زما خسرګنۍ او زما مېرمن د همدې لارې د نشتوالي او خرابوالي له امله په مياشتو مياشتو يو بل کره نه دي تللي، د لارو نشتوالي زموږ د خلکو تر منځ اړیکې کمزورې کړې وې، د يو بل له خوښيو، غم او خپګان په وخت نه خبرېدو، اوس، چې سړک جوړ شوی موږ په اسانۍ سره د خپلو دوستانو او خپلوانو کورونو ته تګ راتګ کولی شو.

هغه وايي: "داسې ده چې زمونږ د کلي نه ډېرې نجونې لاندې ابادۍ کې واده دي او د ابادۍ څخه زمونږ کليوالو ډېرې خپلوۍ کړي، تره زامن، نور نږدې خپلوان، چې مونږ يې باید په غم او ښادۍ کې شریک شو د لارو د نشتوالي له وجې به مو سره خبر نه شو اخیستی، زما خپله کور والا د ابادۍ نه را واده شوې په مياشتو میاشتو به د پلار کور ته نه تلله، اوس چې ولسي تړون ملي پروګرام زمونږ کلي ته دغه سړک جوړ کړی، زما په ګډون زمونږ ټول کلیوالي بېخی ډېر خوشحاله دي او په ژوند کې ډېرې اسانتياوې برابرې شوې، چې مخکې يې مونږ تصور هم نه شو کولی. "

 

د احمد خان او سپېرو مېنې  کليو لپاره ددغه پنځه کيلومټره سړک تر جوړېدو وړاندې ځايي خلکو له بازاره د ورځني ژوند اړتيا وړ توکي پر څارويو راوړل، چې په اقتصادي لحاظ هم ورته ګران تمامېدل او هم په ډېر کړاو ورسره اخته وو؛ خو اوس چې سړک جوړ شوی د کلي منځ ته له خوراکي توکو ډک موټرونه رسېږي.

د يادونې وړ ده، چې په نرنګ ولسوالۍ کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د فرعي سړکونو جوړولو، څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي، لمريزې برېښنا او اوبو لګونې په سکټورونو کې ۵۷ پروژې روانې دي، چې ګڼ شمېر يې بشپړې شوي او پاتې نورې به يې په نږدې راتلونکې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي چې د سیمه والو ټولې ستونزې به ورسره حل شي.