۲۰۲ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

۲۶ غبرګولی ۱۴۰۰

د ولسي تړون ملي پروګرام لخوا د هرات ښار پنځلسمه ناحیه کې د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړولو سره د "ابتکار پرمختیایي شورا" ۲۰۲ کورنیو ته څښاک پاکې اوبه برابرې کړې.

په دې هکله د محل اوسېدونکي وایي "د ولسي تړون ملي پروګرام لخوا د اوبو رسولو شبکې له جوړېدو مخکې مونږ د اوبو له کمبود سره مخ وو؛ زمونږ ښځې، نارېنه او ماشومان به سطلونه په لاس هغو کورونو، مسجدونو یا لرې عامه ځایونو ته اوبو پسې تلل چې د اوبو څاه به یې لرله او به نوبت کې به ولاړ وو او په ډېره سختۍ سره به مو یو څو سطله اوبه راوړلې. هر کور کې به یو یا دوه نفره د اوبو په راوړلو بوخت وو"

د ولسي تړون ملي پروګرام د کارونو له پیلېدو او د محل پرمختیایي پلان جوړولو سره د محل خلکو خپلې ستونزې د لومړیتوب له مخې ډلبندي کړې او د اوبو رسولو شبکه یې وټاکله چې د تخنیکي سروې او پروپوزل له جوړولو وروسته د اوبو رسولو شبکې رغنیزې چارې پیل او اوس یې کارونه پای ته رسېدلي دي. د اوبو رسولو دا شبکه ۸۴۵۹ متره اوږدوالی لري چې یوه ۱۵۰ متره یوه څاه او د ۴۵ متر مکعب په اندازه د اوبو هوایي ذخیره لري. په دې عام المنفعه پروژې ټولټال ۵۸۳۰۰۰۰ لګښت راغلی دی چې دا لګښت د ولسي تړون ملي پروګرام له بودیجې او ۲۵٪ د خلکو له ونډې ورکړل شوی دی، چې د اوبو رسولو د دې شبکې له لارې ۲۰۲ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو زمینه برابره شوه. همدارنګه د دې پروژې د پلي کولو په لړ کې د ماهرو کارګرانو لپاره ۴۱۷ او د غیر ماهرو کارګرانو لپاره ۲۲۷۲ کاري ورځې رامینځته شوي دي.   

د دې پروژې یو تن ګټه اخیستونکی بشیر احمد وایي: "اوبو ته د لاسرسي برخه کې د خلکو ستونزې د اوبو رسولو دغې شبکې په جوړولو او کورونو د نلونو په تېرولو سره حل شوي دي او نوره اړتیا نشته چې زمونږ ښځې او ماشومان د یو سطل اوبو لپاره د ګاونډیو دروازو ته په ساعتونو انتظار وکړي یا لرې عامه ځایونو ته پسې لاړ شي. اوس پاکو او پریمانه اوبو ته لاسرسی لرو او د دې پرځای چې زمونږ ماشومان په اوبو پسې لاړ شي کولای شي ښوونځي یا مسجد ته د درس ویلو لپاره لاړ شي او د ولسي تړون ملي پروګرام څخه مننه کوو چې تل د خلکو ستونزې په پام کې نیسي".

خلکو د اوبو رسولو دغې شبکې له جوړولو خوښي څرګنده کړه او د ولسي تړون ملي پروګرام له فعالیتونو یې ستاینه وکړه چې د وګړو تر مینځ یووالي رامینځته کوي، ذهنیتونو کې مثبت بدلون راولي، ځوانانو او ښځو ته رشد ورکوي او د ښاري سیمو پرمختیا ته پام کوي.

 

د ولسي تړون ملي پروګرام ولایتي اداري واحد

د ښاروالیو معینیت/د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره