د یوې زیرمې په جوړیدو سره ۵۰۰ جریبه للمه ځمکه خروبه شوه

د ګل بهار پراختیایي شورا  چې د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ په ډ یره لرې یعنې شاه اوخوا څلور کیلو متره فاصله د غره په لوړه نقطه کې موقعیت لري او د دې  کلي ګڼ شمیراوسیدونکي د دې غره په ډ ډه کې په کرهڼه او مالدارۍ چارو بوخت دي د دې کلي اوسیدونکي دولسي ټړون ملي پروګرام له ورتګ نه مخکې د ډ ېرو ستونزو سره لاس او ګریوان و، خو اوس د ولسي تړون ملي پروګرام په پلي کیدوسره د دې کلي له پاره د کرهڼیزو اوبو یوه زیرمه  چې ۱۷۶ متر مکعبه اوبو د ذ خیره کولو ظرفیت لري جوړه شوه او د دې زیرمې د جوړیدو په جریان کې بې روزګاره کلیوالوته ۱۲۷۴  کاري ورځي هم رامنځته کړې دي.

د ګل بهار د شورا ریس حفیظ الله د اوبو پخوانۍ ستونزه داسې بیانوي:( پخوا به مو په نورو کلیوکې بزګري کوله اما اوس په خپل کلي کې کارکړو دلته موږ ډ ېره ځمکه لرو اما بې اوبو وه ځکه چې اوبه مو خورې ورې او کمې وې زموږ کلیوال به نورو نږدې او لرې کلیو ته تلل او هلته به یې کچالو، پیاز او نوره ترکاري کرله، دلته زموږ په کلي کې هیڅ شی نه کرل کیدل اما اوس چې د ولسي تړون ملي پروګرام لخوا موږ ته د اوبو ذخیره جوړه شوې ده ورسره زموږ د کلي دا ستونزه چې نورو کلیو کې به مو ترکاري کرله بیخي حل شوې دي او له دې وروسته به زموږ خلک همدلته په خپلو ځمکوکې ترکاري کري، همدارنګه موږ دلته د چهارمغزو، بادامو ونې کچالو، پیاز او شلغمې وکرلې ډیر زیات حاصل ېې ورکړي دي).

د ګل بهار کلي یو بزګر خدا بخش چې د پخوا نه دهقاني کوي پخوا  د اوبو ستونزه داسې بیانوي : ( د لته زموږ پلرونه او نیکونه اوسیدلي دي خو تراوسه مو دلته د اوبو ذخیره نه وه لیدلې مخکې به مو اوبه په خوړکې جذ بیدلی کله چې د ولسي تړون ملي پروګرام  موږ ته دغه ذخیره جوړه کړې ده زموږ خلک ډیر ارام شوي دي، په نوبت په سمه توګه خپلو ځمکو ته اوبه ورکوي، د خدای ج نه زر ځلې شکر کوم چې ارام شولو ددې پروژې سره زموږ په کلي کې زیات تغییر راغلی ځکه چې پخوا به یواځې غنم او وربشې کرل کیدلې اوس ترشک، پیاز او نوره ترکاري هم کرل کیږي نو له همدې امله ولسي تړون ملي پروګرام دې آباد او ټول کار کوونکي ېې د بریالي وي ).

ظفر چې د همدې کلي یوبل بزګر دی پخوا به نورو کلیو ته په بزګرۍ پسې تلو هلته به یې کار کاوه اما اوس ارامه شوی دی وايي : ( د ولسي تړون ملي پروګرام چې نه و راغلی نورو ځایونو ته به تللم او هلته به  مې بزګري کوله خو د خدای ج په فضل کله چې ولسي تړون ملی پروګرام دلته راغلی لمړی یې موږ منسجم او بیا یې زموږ لپاره د زراعتي اوبو ذخیره جوړه کړله چې د همدې له برکته زموږ شا او خوا ۵۰۰ جریبه للمه ځمکه خړوبه شوې اوس په خپل کورکلي کې کارکوم هم ثواب هم خرما  په خپلو ځمکو کې مو پیاز، کچالو غنم کرلي دي او زموږ نور دهقانان هم زغر، پتک، غنم او نورشیان کري چې په حاصلاتو کې مودوه برابره زیاتوالی راغلی دی همدا د ولسي تړون ملي پروګرام دۍ چې زموږ د ولس لاسنیوی یې وکړ).