پروان ولایت ته د ولسي تړون ملي پروګرام د عمومي رئیس سفر

۱۴۰۰ د جوزا ۶مه

د ولسي تړون ملي پروګرام ښاري برخې عمومي رئیس محمد نجیب امیري او د پروګرام  ساحوي همغږی کوونکی د پروګرام  د فعالیتونو د ارزولو په موخه پروان ولایت ته سفر وکړ.

یاد پلاوي د والي او ښاروال سره د لیدنې ترڅنګ په دې ولایت کې د همکارې مؤسسې له مسؤولینو سره هم ولیدل.له دې سره خوا کې چې ښاغلي امیري د ولسي تړون ملي پروګرام سره د سیمه ییزې ادارې له ملاتړ څخه مننه وکړه نوموړي وویل: د ولسي تړون ملي پروګرام فعالیتونه د ولایت او ښاروالۍ له مسؤولینو سره په سلامشوره تنظیم شوي او له هغو سیمو به پیل شي چې تر ټولو ډېر زیان یې لیدلی دی.

د یادونې وړ ده، چې د دې پروګرام په لومړي پړاو کې د محل ۴۰ شوراګانې او د ګذر ۸ شوراګانې شاملې دي او ښایي  د نهم ګذر هم ورزیات شي. د ښاغلي امیري په وینا، په راتلونکي پړاو کې به هڅه وشي چې د چاریکار ټول ښار تر پوښښ لاندې راوستل شي او هېڅ کور د دې پروګرام له فعالیتونو بې برخې پاتې نشي.

وروسته، همکارې مؤسسې د خپلو ترسره شویو فعالیتونو راپور او د راتلونکو فعالیتونو پلان وړاندې کړ. یاد پلاوي د همکارې مؤسسې له مسؤولینو غوښتنه وکړه چې د نورو فعالیتونو ترڅنګ، عامه پوهای باید په سمه او اغېزناکه توګه ترسره شي تر څو د دې پروګرام له لارې د خلکو حیاتي اړتیاوو ته رسېدنه وشي.

په پای کې، ښاغلي امیري او ورسره مله پلاوي د ولایتي دفتر ستونزې واورېدې او د هواري په موخه یې لازمې او بېړنۍ سپارښتنې وړاندې کړې.