د هېواد په څلورو لویو ښارونو کې د "سل ورځې سل زیري" ویدیویِ کنفرانس ترسره شو خبرپاڼه

د ۱۴۰۰ کال د غوایي/ثور ۱  

په مزار شریف کې د ولسي تړون ملي پروګرام  ولایتي دفتر د بلخ د ولایت مقام، د بلخ د سیمه ییزې حکومتولۍ د سکټوري ریاستونو، او ولایتي شورا ریاست، د ګذر شوراګانو له رئیسانو سره په ګده د (سل ورځې – سل زیرې) تر سرلیک لاندې په یوه غونډه کې چې مشري یې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت  جلالتمآب جمهور رئیس په غاړه وه او شعار یې (د بشري سرچینو او ښې حکومتولۍ اونۍ) وو د ویدیو کنفرانس له لارې ګدون وکړ.
 

د ناستې په پیل کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رئیس شمیم خان ګټوازي  د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې د ۱۰۰۰ پروژو د پلي کېدو او ګټې اخیستې خبر ورکړ او جلالتمأب جمهور رئیس د دې پروژو له بشپړېدو خپله خوښي څرګنده کړه او د هېواد په کچه یې د یو شمېر پروژو د پلي کېدو خبر ورکړ.

د یادولو ده چې په مزار شریف ښار کې د ولسي تړون ملي پروګر د پرمختیا، د ښځو د پياوړتیا، د اوبو رسولو شبکو د جوړولو، او د برېښنا شبکو د غزولو په برخه کې له ۲۱۴ زیاتې پروژې پلې او ګټه اخیستنې ته وړاندې کړې دي.

د ولسي تړون ملي پروګرام د اړیکو کواحد

د ښاروالیو معینیت/د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره