په هرات ښار کې د یو ملیارده افغانیو په ارزښت نېږدې ۳۰۰ پرمختیایي پروژې ګټې اخیستې ته وسپارل شوې

۱۴۰۰ د وري ۳۱

په څلورو ښارونو (هرات، مزار، ننګرهار او کندهار) او کابل کې د جمهوري ریاست د عالي مقام له خوا د ولسي تړون ملي پروګرام د ۱۰۰۰ پرمختیایي پروژو له ګټې اخیستنې سره هممهاله، ، د هرات د والي، د ولسي تړون ملي پروګرام د اړوندو اداره، د دې پروګرام د چارواکو او کارکوونکو او پرمختیایي شوراګانو د غړو له خوا د هرات ولایت مقام په نګارستان صالون کې ۲۷۲ پرمختیایي پروژې ګټې اخیستې ته وسپارل شوې.

دا پروژې د د اوبو او برېښنا د جوړولو او پراختیا، د واټونو او ویالو کانکریټولو او د ښځو لپاره د معیشتي اقتصادي پروژو په برخو کې چې ټولیز ارزښت یې یو میلیارده افغانۍ دی او د ولسي تړون ملي پروګرام له بودجې څخه ورکول کېږي له نهمې تر پنځه لسمې ناحیې پورې پلې شوې دي چې د دې پرمختیایي پروژو په بشپړېدو سره د هرات اوسېدونکو د څښاک روغتیایي اوبو، د برېښنا رڼآ او پخو او معیاري واټونو ته لاسرسی موندلی دی.

د ولسي تړون ملي پروګرام د دې پروژو په پلي کولو سره ماهرو او غیر ماهرو کارګرو ته یوه میلیون کاري ورځې او شغلي بوختیا رامنځته کړې ده او هرات ښار د بېلا بېلو ناحیو له شپږ سوه اتیا زرو ډېرو اوسېدونکو په مستقیم او غیر مستقیم ډول د دې پروژو له ګټو برخمن شوي دي.

د ولسي تړون ملي پرورګرام چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت یو ملي پروګرام هوډ لري چې د تاوتریخوالي او بېوزلۍ د کمولو او انډول پرمختګ د رامنځته کولو په موخه د ټولنې پرمختیایي شوراګانو د جوړولو له لارې د معیاري او اساسي خدمتونو  په وړاندې کولو کې ښه والی راولي.

 

د ولسي تړون ملي پروګرام ولایتي واحد

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره/د ښاروالیو معینیت