د ملي د سترخوان پروګرام دوهم پړاو په پروان ولایت کې پیل شو.

پنجشنبه، ۱۴۰۰/ وری/ ۱۹-  د ملي د سترخوان پروګرام دوهم پړاو د پروان ولایت مرکز چاریکارو اوسالنګ ولسوالۍ اړوند د دولانه او بابه شنګل کلیو ۵۷۹ مستحقو کورنیو ته د مرستندویه توکو په ویش سره نن پنجشنې د وری میاشتنې په ۱۹ نیټه پیل شو.

 

د کرونا ویروس له امله د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو ته په پام سره چې خلک په ځانګري توګه د ټولنې زیان منوکې قشر ورسره لاس او ګریوان دی حکومت له بیوزلو کورنېو سره د مرستې په موخه د ملي دسترخوان پروګرام  د ټول هیواد په  کلیواو ښارونو کې په لاره اچولی دی .

 

د کلیو په کچه د ملي د سترخوان پروګرام په لومړي پړواو کې د هیواد د ۳۴ ولایتونو ۱۲۳ ولسوالې او ۱۲۸۹۷ کلي شامل دي چې دآسانیاوو او پلی کیدو مسؤولیت يې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د کلیو د پراختیایې شوراګانې په غاړه دی. د کلیو په برخه کې د ملي د سترخوان پروګرام  دوهم پړا و چې دوه نیم مېلیونه کورنۍ   ۲۰۳۹۷ کلي او د هیواد ۲۳۵ پاتې ولسوالۍ پکې شاملې دي. د کلیو په کچه د دغه برنامې د آسانتیا وو مسؤولیت د کلیو   بیارغونې او پراختیا وزارت تر سیورې لاندې د کلیو د پراختیایې شوراګانو او همکارو مؤسسو په غاړه دی.

  

د ملی دسترخوان پروګرام د مرستندویه توکو ارزښت ۴۰۰۰ افغانۍ دی. په دې برنامه کې د مرستندویه توکو د ویش لړۍ د یوه رڼه بهیر په نظر کی نیولو سره د بیلابیلو ډلو له لوري څارل او تعقیب کیږي څو یاد مرستندویه توکي حقیقي مستحقو کسانو ته ورسیږي. خلک پراختیایې شوراګانې، ښوونکې، ځوانان، د مدني ټولني استازي او رسنۍ د ملي د سترخوان د پلي کېدو او د څارنې د لړې مسؤولیت په غاړه لري.

 

په ورته وخت کې د دولت رهبري د ملي د سترخوان پروګرام له بیلابیلو پړاوونو څخه ګام په ګام جدي څارنه کوي څو مرستندویه توکي په شفافه توګه مستحقو کسانو ته وویشل شي. له همدې امله والیان، ولسوالان او ښاروالان د ملي

د سترخوان په آسانتیاوو کې مهم او اغیزمنه ونډه لري. د ملي د سترخوان هغو کورنېو لومړیتوب ورکوي چې د ډ یرعمر لرونکې او معلول کسان او ښځینه یې سرپرستې کوي.

 

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت / د ولسي تړون ملي پروګرام

 

د لا زیا تو معلوماتو لپا ره:

د عامه اړیکو د څانګې مسؤول،  بکتاش مصور

داړیکې شمیره: ۷۰۰۶۶۰۵۶۴ ۰

ایمیل: b.musawer@ccnpp.org

ویب پاڼې : https://dastarkhanmili.org

فیسبوک پاڼه :    citizencharterafghanistan