ملي د سترخوان پروګرام د بیوزله کورنیو لاس نیونکی

په دی وروستیو کې بیوزلۍ د هیواد زیات شمیر وګړي له اقتصادي پلوه ځپلي دي خو د کرونا ویروس د لمړۍ څپې په راتګ سره د بیوزلۍ کچه لوړه شوه، ډیری خلک قرنطین اوبیکاره شول، ښارونه، دوکانونه او لویې لارې وتړل شوې چې په پایله کې یې د خلکو اقتصادی وضعیت خراب او د بیوزلۍ کچه لوړه شوه، له همدې امله د افغانستان اسلامي جمهوري دولت و پتیله چې د خلکو د لاسنیوي او د بیوزلۍ د کمولو په موخه یې د ملي د سترخوان پروګرام طرح کړ، د یاد پروګرام په پیل سره د یاد پروګرام د تسهیل چاري د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پرواګرام ته وسپارل شوې دغه لړې یې په دوه مرحلو کې د ۴۰۰۰ افغانیو معادل د خوراکي توکو په ویش سره په ټولو کلیو او ولسوالیو کې پیل کړه او تر اوسه هم جریان لري.  چې د همدې امله د کندز ولایت  مرکز اړوند د ناقل ها پراختیایي شورا ته د ولسي تړون ملي پروګرام د ملي دسترخوان پروګرام تر سیورې لاندې ۵۸۳ کورنیو مرستندویه توکې چې په هغه کې غوړي، اوړه، لوبیا او صابون شا مل دي، وویشل شول چې له همدی امله ددې سیمې اوسیدونکو د ولسي تړون پروګرام څخه خوښي و ښودله.

 ددې کلي یو تن اوسېدونکې جمال الدین چې ۶۶ کلن دې  او د کورنۍد ۱۱ تنو مسؤلیت یې هم په غاړه دې .نوموړی د ملي دسترخوان د مرستندویه توکو په ویش کې مستحق بلل شوی وه او دغه مرستندویه توکې یې ترلاسه کړې دي هغه وایي (د ملي د سترخوان او دولت څخه موږ ډیر خوښ یو، مونږ لمړي ځل کرونا وایروس باندې اخته شو،  او ټول  بیکاره او په کورونو کې بند پاتې شولو، له هغې وروسته د ژمي یخې څپې را ورسیدلې او د بیوزلۍ او بیکارۍ شدت لا زیات شو چې له امله یې موږ د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ شو اوس د ملي د سترخوان پروګرام لخوا خوراکي توکي موږ ته راکړل شول، له دولت څخه ډیره مننه کوم چې موږ سره یې مرسته وکړه . له دولت او د ملي دسترخوان                                               پروګرام څخه ټول کلیوال ډير خوښ دې)

د کندز ولایت دامام صاحب ولسوالۍ اوسیدونکی محمد ایوب چې د کندز ولایت مرکز ته را کډه شوی او د ناقل ها پراختیایي شورا لخوا د بیوزلو کورنیو په لیست کې شامل شوی دی نوموړی د ځایي جګړو له امله په تن زخمي او د کار کولو څخه عاجز دی هغه وایي (د کرونا وایروس له راتلو وروسته زموږ اقتصادي وضعیت خراب شو د دې ترڅنګ زه په تن زخمي او د کارکولو توان نه لرم، د ملي د سترخوان پروګرام لخوا موږ سره مرسته وشوه او مونږ ته یې اوړه، غوړي، لوبیا او صابون را کړل اوس د دې موادو په تر لاسه کولو سره مونږ د ملي د سترخوان د پروګرام څخه ډیر خوښ یوو).