په ننګرهار ولایت کې د کوز کونړ ولسوالۍ اړوند د ګوړيچي ايلبند د کوچيانو پراختيايي شورا ۳۲ کورنيو ته د ملي دسترخوان له لارې د خوراکي موادو مرستندویه کڅوړې وویشل شوې.

۱۴۰۰ /وری/ ۱۷

په ننګرهار ولایت کې د کوز کونړ ولسوالۍ اړوند د ګوړيچي ايلبند د کوچيانو پراختيايي شورا ۳۲ کورنيو ته د ملي دسترخوان له لارې د خوراکي موادو مرستندویه کڅوړې وویشل شوې.

 

تازه مير  چې ۶۴ کاله عمر لري، د ګوړيچي ایلبند د کوچیانو د شورا غړی دی چې ۱۳ نفره کورنۍ لري او ژوند یې د څارويو په ساتنه روان دی او له دې لارې خپلې کورنۍ ته نفقه پيدا کوي. دی وايي « مالداري او د څارويو ساتنه د دوی د ژوند یواځینۍ وسيله ده او ټول کال د مالونو په ساتنه خواري کوي چې يو څه عاید تر لاسه کړي. خو سږ کال د بارانونو د نشتوالي او بېلابېلو مرضونو له امله د دوی مالداري ښه نه ده او له تاوان سره مخ دي. تازه مير وايي چې کرونا د دوی د کورنۍ ټول غړي نیولي وو او له لوی کړاو سره يې مخ کړي وو چې هم په اقتصادي او هم په صحي لحاظ له ډېر زیان شول. دی زیاتوي (( زه تازه مير کوچی یم، ۱۳ تنه خېلخانه لرم، ټول ۶۰ سره مال لرم، دلته د کوز کونړ ولسوالۍ په ګوړيچي ایلبند کې اوسېږو، زما ټوله خېلخانه کرونا نیولې وه او سخت يې تاواني کړو، سږ کال بارانونه نه وو زمونږ څاروي هم خورا زیانمن شول، مېږې مو مړې شوې، ډېرو ستونزو سره مخ وو، دغه دی سور پسرلی دی، د ملي دسترخوان لخوا دغه خوراکي توکي او مونږ ته وویشل شول، مونږ ددې مرستو څخه ډېر خوښ یو، زمونږ غوښتنه د حکومت څخه داده تر څو زمونږ د مالونو غم هم راوخوري)).

 

  د ولسي تړون ملي پروګرام تر سیوري لاندې د ملي دسترخوان پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت په کوز کونړ، کامه، بېهسود، لالپوره او سره رود ولسوالیو کې د کوچيانو د لسو شوراګانو په چوکاټ کې ۴۳۰ کوچياني کورنیو ته او په ټوله کې د ننګرهار ولایت په کامه ، دور بابا، خوګیاڼي، شینواري، چپرهار، سره رود، کوز کونړ او دره نور ولسواليو کې تر دې دمه د ۴۴۵ کليوالي پراختيايي شوراګانو په چوکاټ کې ۱۲۳۰۰۰ کورنيو ته د ملي دسترخوان له لوري مرستندویه توکي وېشل شویدي، چې پاتې نورو ته به هم په نږدې راتلونکې کې ووېشل شي.