د هغې مېرمنې کیسه چې په معیشتي پروژو کې د کار له لارې د خپلې کورنۍ ورځنی لګښت پیدا کوي.

مېرمن سونیتا امان د هرات ولایت لسمې ناحې کې د سلطان آقا ګذر د ښځو د میعشتي پروژې مدیره ده چې د ولسي تړون ملي پروګرام د ښځو د معیشتي پروژو له لارې یې ۱۷ بېوزلو او فقیرو ښځو ته د ماشومانو، ښځو او سړیو د ډول ډول کالیو د تولید په برخه کې د کار زمینه برابره کړې ده او تولید شوي محصولات یې په سیمه ییزو بازارونو کې پلوري.

تر دې مهاله یې له شپږو پلورنځیو یا پېرونکو سره د تولید او د تولیداتو د خرڅلاو قراردادونه لاسلیک کړي دي چې د هر قرارداد منځنۍ کچه له ۷۵ جوړو کالیو څخه پورته ده چې د ماشومانو، ښځو او سړیو بېلابېل کالي په کې شامل دي. همداراز یې له روغتونونو سره د ډاکټرانو، نرسانو او عملیاتو د خونې د یونیفورم د جوړولو قرارداد هم کړی دی.

د سلطان آقا تولیدي مرکز چې د ولسي تړون ملي پروګرام په مرسته ترسره شوی دی، د تولید او روزنې په برخو کې فعالیت کوي. د روزنې په برخه کې ۱۲۵  نارینه او ښځینه کار زده کوونکي (کار آموزان) لري چې د خیاطۍ، ډیزاین، برش کولو د مهارتونو پر زده کړو بوخت دي او د ګلدوزۍ په برخه کې ۲۰ تنه، او د مریو د ګنډولو په برخه کې ۵ زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي.

مېرمن نفیسه غوري د ۱۷ تنو مېرمنو له ډلې څخه یوه مېرمن ده چې په دې کارځای کې کار کوي. نوموړې چې د کرونان ویروس له امله له سختو اقتصادي ستونزو او بېکارۍ څخه کړېدلې ده وایي" موږ د قرنطین په وخت کې ټول څه مو چې لرل هغه مو ولګول او پوروړي شوو، مېړه مې د سړک پر سر سودا خرڅوله چې د قرنطین له امله بېکاره شو او د یوڅه مودې لپآره په کور کې بېکاره وو او بل کوم عاید مو هم نه درلود. اړ شو چې د خپلو زامنو د نفقې د پیدا کولو لپاره له قاچاقي لارې ایران ته لاړ شي. لکه څرنګه چې ټولو ته معلومه ده د افغانیو په وړاندې د ایران د پیسو ارزښت ډېء ټیټ دی چې تر اوسه نه دی توانېدلی چې د خپلو قاچاقو پیسې چې ۳۰۰۰ افغانۍ کېږي چمتو کړي. د قرنطین د مودې له پای ته رسېدو وروستهخبره شوم چې د محل په کچه د ښځو لپاره د خیاطۍ، ګلدورۍ یو کارځای  جوړ شوی دی او ځان مې په کې شامل کړو. اوس مې د سلطان آقا ګذر په تولیدي مرکز کې کار زده کړی دی او د تولید په برخه کې پر کار بوخته یم چې د ماشومانو او ښځو د کالیو د ګنډلو څخه د ورځې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ عاید لری او د کورنۍ ورځنی لګښت پیدا کوم. دې روزنیز او تولیدي مرکز ښځو د کار ډېر ښه فرصتونه پیدا کړي دي او ښځو کولای شي په آزادانه ډول کار وکړي او خپلې کورنۍ ته عاید ترلاسه کړي. موږ له ولسي تړون ملي پروګرام څخه ډېر خوښ یو او مننه ترې کووچې زموږ لاس نېوی یې وکړ او د بېوزلو ښځو لپاره یې د کار ښه زمینه برابره کړې ده.

د ښځو معیشتي پروژې د ولسي تړون ملي پروګرام تر چتر لاندې د ښځو په ځانګړې توګه د بېوزلو ښځو د پیاوړي کولو او پر ځان د بسیا کولو په برخه کې ډېرې اغېزمنې پروژې دي چې د هر ګذر لپاره ځانګړې شوې دي. په دې پروژو کې لومړی د ښځو تخنیکي او فني پوهاوی لوړېږي او د مهارت او کاري پوهې له ترلاسه کولو وروسته خپله د متشبیو په توګه یوه کوچنۍ سوداګري پرمخ بېولای شي او یا دا چې په یوه تولدي مرکز یا نورو تولیدي شرکتونو کې دنده ترسره کړي او کورني ته نفقه وګټي.