په هرات ښار کې د ۹۸۸۲ مترو په اوږدوالي د برېښنا شبکه جوړه او ۲ پایې ترانسفارمونو ولګول شول

 د ولسي تړون ملي پروګرام د ښاري څانګې له لورې د هرات ولایت پنځه لسمې ناحیې په یووالي پرمختیایي شورا کې د ۹۸۸۲ مترو په اوږوالي د برېښنا شبکه جوړه شوه. 

د سیمې اوسېدونکي چې تازه یې د برېښنا له رڼا ګټه پورته کړې ده وایي "ولسي تړون ملي پروګرام له یوې خوا د پرمختیایي شورا د جوړولو له لارې موږ د سیمې اوسېدونکي چې ډېر کلونه خواره واره پراته وو سره یو موټی کړو، زموږ په منځ کې یې یووالی رامنځته کړ، او له بلې خوا یې زموږ کورونو ته رڼا راوړې ده ترڅو د برېښنا د کارولو له لارې معلوماتي او تکنالوژیکي وسایلو ته لاسرسی پیدا کړو او له دې لارې خپل پوهاوی او معلومات زیات کړو.

دا پروژه چې د ۹۸۸۲ مترو په اوږدوالي د برېښنا د شبکې غزول، د ۲ ترانسفارمونو لګول، د ۱۸۲ کانکریټی پایو لګول او د میترونو د ۵۱ صندوقونه لګول شامل دي ټولټال ۵،۷۳۹،۲۰۰ افغانۍ لګښټ پرې راغلی دی چې ۲۵٪ یې د سیمې د خلکو او پاتې یې د دلسي تړون ملي پروګرام له لورې ورکړل شوې دی.  د دې پرمختیایي پروژې له لارې ۲۱۸ کورنۍ د برېښنا له رڼا څخه برخمنې شوې دي چې د دې ټولګټې پروژې د پلي کېدو په لړ کې ماهرو کاریګرو ته د ۱۶۵ ورځو کار او غیر ماهرو کاریګرو ته د ۵۷۰ ورځو د کار زمینه برابره شوې ده.