ولسي تړون ملي پروګرام کې د ښځو اقتصادي فعالیتونه

ولسي تړون ملي پروګرام کې د ښځو اقتصادي فعالیتونه

د هرات ښار د دیارلسمې ناحیې یوې اوسېدونکې زهرا د ولسي تړون ملي پروګرام په مرسته د غذایي توکو تولید او د وچې مېوې د بسته بندۍ کار پیل کړی دی او له څلورو نورو کسانو سره یوځای هر میاشت ۸۰۰ کیلو ګرامه آش، ۴۰ کیلو ګرامه ترشي، ۲۰ کیلو ګرامه مربا، ۵۰ کیلو ګرامه کیک او کلچې تولیدوي او ۵۰ کیلو ګرامه وچه مېوه بسته بندي کوي او په سیمه ییز بازار کې یې پلوري. 

ښځې د کورنۍ او ټولنې په اقتصاد کې مهم او بنسټیز رول لري. د ښځو لپاره د کاري شرایطو نامساعدوالی، د پېر او پلور بازارونو ته د دوی نه لاسرسی، او دودونه او رواجونه د دې لامل شوي چې د ټولنې دا فعاله برخه په کور کې حبس پاتې شي. په داسې حال کې چې یوه ښځه کولای شي هم د کور کار وکړي او خپل ماشومان وروزي او ویې پالي او هم له کوره دباندې په اقتصادي فعالیتونو کې مهم رول ولوبوي.

ولسي تړون ملي پروګرام ښځو او سړیو ته برابره ونډه ورکړې ده او د ښځو د ودې لپآره یې لاره هواره کړې ده. ۳۲ کلنه زهرا چې درۍ ماشومان لري د ولسي تړون ملي پروګرام یوه ګټه اخیستونکې ده  او د هرات ولایت په دیارلسمه ناحیه کې ژوند کوي. زهرا وروسته له هغې خپل کار پیل کړ چې  د بهار ۲ پرمختیایي شورا غړې او د جبرئیلستان ګذر مرستیاله شوه او د خپل محل او ګذر په کچه یې بېوزله او ډېرې بېوزله ښځې وپېژندلې.   اوسمهال له ۴ کاریګرو سره په میاشت کې ۸۰۰ کیلو ګرامه آش، ۴۰ کیلو ګرامه ترشي، ۲۰ کیلو ګرامه مربا، ۵۰ کیلو ګرامه کیک او کلچې تولیدي او تر ۵۰ کیلو ګرامه پورې وچه مېوه بسته بندي کوي او پر ځایي بازار یې پلوري او یو ځل یې "د ښځو د تولیداتو نندارتون" کي خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي چې د هر کاریګر میاشتنی عاید یې ۴۰۰۰ افغانۍ او خپل عاید یې ۵۰۰۰ افغانۍ دی.

زهرا وویل ",ولسي تړون ملي پروګرام کې مي له فکري او اقتصادي اړخه خپله خپلواکي ترلاسه کړه او په کورنۍ او ټولنه کې مې مدیریتي رول یوڅه تجربه کړ او غواړم له دې تجربې څخه خپل او د کورنۍ اقتصاد ته وده ورکړم او هڅه کوم چې د خپلې سیمې ښځو ته د کار موندنې یو چاپیریال رامنځته کړم".

ولسي تړون ملي پروګرام د زیربنایي خدمتونو او د سیمه ییز پایښت لرونکي متوازن پرمختګ، خوندیتوب د ټینګښت، د بېوزلۍ او تاوترخوالي د کموالي، د ټولنې پرمختیایي شوراګانو د ظرفیت لوړونې او د اړیکو د رامنځته کولو په موخه د ټولنې پرمختیایي شوراګانو د جوړېډو او پیاوړي کولو له لارې د بنسټيزو معیارو خدمتونو په وړاندې کولو کې د ښه والي پر راوستو سربېره نور اغېزمن خدمتونه هم وړاندې کوي.