د ملي دسترخوان مرستو په دې سختو شرایطو کې زمونږ لاس نیوی و کړ

د افغانستان حکومت د #ملي_دسترخوان پروګرام چې موخه یې د کرونا ویروس د خپریدو له منفي اغیزو سره مبارزې ده، د ملي دسترخوان پروګرام موخه له هغو کورنیو سره مرسته ده چې د کرونا له وجې یې زیان لیده لی دی.

د #پکتیکا ولایت مرکز ښرني اړوند د #خواجه_ګل په کلي کې ۶۳ کورني ژوند کوی، چي اوسیدونکي یي د کرونا ویروس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړيدي چې د ملي دسترخوان مرستو په سختو شرایطو کې د یادې سیمې اوسیدونکو لاسنیوی وکړي.

د یادو مرستو په تړاو د سیمې اوسیدونکی ۸۵ کالن دریا خان وايي: “د کرونا ناروغۍ د لومړۍ څپې پر مهال زموږ کارونه خورا زیات ټکني شوي و او اکثره کلیوال مو د خوړو له کمښت سره مخ وو. د دې مرستو په ترلاسه کولو سره زموږ د ژوند او روان ژمي موسم کې به زموږ د بچیانو یوه ګوله ډوډۍ لمده شي. یوازینۍ مرجع همدا دولت، د ولسي تړون ملي پروګرام او ملي دسترخوان دی چې زمونږ لاس نیوی یې وکړ. ”

خان محمد بل ګټه اخیستونکی وایي: “د ملي دسترخوان مرستو په دې سختو شرایطو کې زمونږ لاس نیوی و کړ تر څو د کرونا ناورین څخه روغ رمټ ووځو. هیله ده دا برنامه د هیواد ګوټ ګوټ ته ورسیږي.”

تراوسه د هېواد د ۳۴ ولایتونو، د ۱۱۶ ولسوالیو، په ۲۸۵۱ کلیو کې له ۳۸۲ زره ډیرو کورنیو سره د ۱،۵۵ملیاردو افغانیو په ارزښت مرستندویه توکو مرسته شوېده.