د ملي دسترخوان پروګرام مرستو زمونږ ژمنی ستونزې حل کړې.

د ملي دسترخوان پروګرام موخه د کرونا وبا د خپرېدو له امله د اوښتو اقتصادي زیانونو پر وړاندې مبارزه کې له خلکو سره مرسته ښودل شوېده چې په همدې موخه دکاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍد قلعه خان کلی چې ټولې۶۰ کورنۍ ژوند پکې کويله ۵۴ بېوزله کورنیو سره د مرستندویه توکو مرسته و شوه،د دغه سیمې خلک د بېکارۍ او دکرونا ویروسله خپریدو سره دنورو ستونزو سره سره، د خوراکي توکو دکمښت سره مخامخ شويدي.

غلام محمد د دغه کلياوسېدونکی وایي: «دکرونا ویروسله خپرېدو وروسته له ډیرو ستونزو سره مخامخ شوو؛ ډیری کلیوالومو دخوراک لپاره څه نه درلودل  که دملي دسترخوان مرستېله مونږ سره نه وي ترسره شوېنو مونږ به له سختو ستونزو سره مخامخ شوي وو، د کلیو بیا رغوني او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام او د ملي دسترخوان پروګرام څخه چې په داسې کرونایي حالاتو کېیې د خوراکي توکو مرسته و کړه نړۍ مننه کوو».

محمد نعیم بیا د دغه کلي بل اوسېدونکی وایي: «که نوموړې مرستې له مونږسره نه وی ترسره شوې نو زمونږ اقتصادي ستونزې به نورې هم ډیرې شوې وای، اوس د ملي د سترخوان پروګرام لخوا چې کومې مرستي له مونږ سره تر سره شوې خوښ یو او په راتلونکې کې هم د ورته مرستو غوښتوونکي یو».

تر دې مهاله د ملي دسترخوان پروګرام له لارې د هیواد په ۳۴ ولایتونو، ۱۱۴ ولسوالیو، ۲۸۸ کلیو کې له ۱۷۲ زره کورنیو سره د ۱.۱۵مېلیارده افغانیو په ارزښت مرستې شوېدي چې دا مرستي لا د هیواد په نورو ولایتونو کې هم دوام لري.