د پله په جوړېدو له ښار سره وصل شوو

د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د پکتیا ولایت په احمد آبا ولسوالۍ کې د سرې کلا کلیوالي پراختيايي شورا لپاره يو پل، چې ۱۵ متره اوږدوالی او ۴ متره پلنوالی لري منظور شوی وو، چې د جوړېدو  په ترڅ کې يې ځایي ماهرو اوغیرو ماهرو کارکوونکو ته ۳۴۷۰ کاري ورځې هم رامنځته شوې وې. د سرې کلا شورا په داسې ځای کې موقعیت لري، چې د ښار او د دې شورا تر منځ يو خوړ پروت دی او هر وخت په کې اوبه روانې وي، پر دغه خوړ د پل د نشتوالي له امله خلک له ډېرو کړاوونو سره مخ وو، ډېر کله به د سېلابونو په وخت کې ښار ته تللي خلک په ښار او سرې کلا ته راغلي خلک، به په کلي کې ایسار پاتې وو. ولسي تړون ملي پروګرام د دې شورا لپاره يو پل منظور کړی وو، چې اوس يې د جوړېدو چارې بشپړې شوې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوی دی.

د سرې کلا د پراختيايي شورا رئيس عبدالجبار وایي، چې زمونږ کلی د خوړ په واسطه له پاخه سړک او ښار څخه بیل شوی، چې د سېلابونو اوبارانونو په وخت کې به زموږ زده کوونکي چې له رود هغه غاړه يې ښوونځی وو له درسونو محروم وو، ناروغان مو په وخت روغتون ته نه شو رسولای. عبدالجبار وايي «د ولسي تړون ملي پرورګرام له لوري زمونږ کلي ته دغه پل په داسې وخت کې جوړ شو، چې زمونږ خلک له ډېرو ستونزو سره مخ وو، دغه پل د سرې کلا شورا د سلو کورنیو لپاره جوړ شوی؛ خو د دې پله څخه د نورو لرو کلیو، چې د کورنيو شمېر يې ۴۰۰ ته رسېږي ګټه اخلي، دغه پل چې نه وو جوړ شوی، د سېلابونو په راوتو سره د دې سيمې څو تنه ماشومان سيلابونو وړي وو اوس خلک ډېر خوشاله دي، چې دغه پل ورته جوړ شوی دی. »