د بایو ګاز پروژې د لومړنۍ دستګاه پرانیستل

لغمان ، د۱۳۹۷ کال د زمري ۹- په لغمان کې دبایوګاز د تولید پروژې لومړنۍ تجربوي دستګاه، د ولسي تړون ملي پروګرام د کلیو د پراختیا برخې په نووښت د نوموړي ولایت د والي محمد آصف ننګ په وسیله پرانیستل شو.

دغه دستګاه کولې شي د پخلنځي د هرو ۵۰۰ ګرامو اضافي موادو نه په استفادې او د ۱،۵ لیټرو اوبو په کډولو سره، شاوخوا ۵۰۰ ګرامه د میتان ګاز تولیدکړي. په لومړي سرکې کولای شو دغه دستګاه د څارویو د فاضله موادو څخه چې د سانتي ګرید  د ۲۰ درجو نه په لوړه تودوخه کې ښه کارول لري، فعاله کړو . د بایوګاز دستګاه په ابتدایي ډول د اوبو د ۱۰۰۰ او ۸۰۰ لیټړو د ظرفیت لرونکو زیرمو په استفادې سره برابریږي. تمه کیږي چې د بریالي تجربې نه وروسته به د افغانستان په کلیو کې دغه دستګاه په پراخ ډول تطبیق شي  څو د گاز انرژي ته د خلکو لاسرسۍ زیات شي. د هیواد په کلیوالي سیمو کې د څارویو د فاضله  موادو او د پخلنځي د اضافي موادو په کارولو سره د بایوګاز دستګاه د تولید ظرفیت زیات دی چې کولای شي د دغه راز پروژو د دوام زمینه برابره ګړي  او دهیواد په کلیو کې د انرژې او سواند موادو اړټیاوې حل کړي .

د ولسي تړون ملي پروګرام د انجنیرې برخې مسؤول انجنیر شاه ولي حضوري وایي : « د بایو ګاز نه ګټه اخیستل خلکو ته وړیا ده او کولاې شو نوموړې دستګاه په بیلابلو ظرفیتونو سره برابره کړو. دغه دستګاه زیاتره د هیواد کلیوالي سیمو له پاره طرح او دیزاین شوی ده او په یاد ظرفیت سره یوازې د دغه د ستګاه نصب او مونتاژ باندې ۱۷۰۰۰افغانۍ  لګښت راځي. »

د دغو دستگاوو کارول له یوې خوا نه د چاپیریال له ککړټیا نه مخنیوی کوي او له بلې خوا نه د کلیوالو په اقتصادې وضعیت کې به د لیدو وړ بدلون رامینځته کړي. د دغې دستګاه ګواښونه د  LPG)) طبیعی ګاز څخه په مراتبو لږ دی، ځکه فشار یي ټیټ او د خپل سر اوراخیستنې قابلیت یي، کم دی .

 

د لغمان والي محمد آصف ننګ د ګاز د تولید دستګاه  د ارزښت او اغیزمنتوب په اړه وویل :

 

« د ولسي تړون ملي پروګرام دغه نووښت په حقیقت کې یو لوی او د ستاینې وړ کار دی، ځکه له یوې خوا د هیواد کلیوالو ته ډیر اقتصادي غورځي او له بلې خوا نه کولې شو په بیلابیلو حالاتو کې د ترلاسه شوې انرژۍ څخه کار واخلو. »

د یادونې وړ ده چې د ولسي تړون ملي پروګرام یوه موخه هیواد والو ته د لږترلږه معیاري خدمتونو وړانډې کول او د بیوزلۍ د کچې را ټیټول دی چې دغه موخه د څښاک اوبو، ښوونې اوروزنې، روغتیا، لومړني ابتدایي سړکونو ته لاسرسۍ، سربندونه، سیفونونه، د اوبو زیرمې، د بریښنا تأمین ( تجدید وړ انرژي ) اونور لږترلږه معیاري خدمتونو سره به تحقق ومومي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت / د ولسي تړون ملي پروګرام د عامه اړیکو څانګه