د ملي د سترخوان پروګرام مرستندویه توکو زمونږ کورنیو لپاره د ژمي سختې شپې آسانه کړې.

د ملي دسترخوان پروکرام د کلو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون لي پروګرام لخوا پرمخ بیول کیږي تراوسه توانید لې چې بیوزله او مستحقو کورنیو سره مرسته وکړي چې لدې جملې څخه د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ یو له سړو او غرنیو ولسوالیو څخه ده د دې ولسوالۍ او سېدونکي د ژمې په سړه هوا او کرونایي ورځو کې د نورو کلونو په پرتله له زیاتو ستونزو سره مخامخ دي. د ملي دسترخوان پروګرام د لته  له ۶۲ کلیو سره چې شاخوا ۱۱ زره کورنۍ دي، د خوراکي توکو مرستې کړېدي. دغو مرستو د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو ژوند ته ښه والی ور په برخه کړیدی.  

د دې کلي یو تن اوسېدونکی اختر محمد چې د ملي دسترخوان پروګرام له مرستو څخه برخمن شویدی داسې وایی:" د دې ولسوالۍ اوسېدونکي به هرکال د ژمي په موسم کې له ستونزو سره مخامخ کېدل، خو سږ کال زه پخپله له ډ یرو ستونزو سره مخامخ وم ځکه هم بیکاري وه اوهم کرونایي حالت زمونږ ستونزې څو برابره ډیرې کړېدي. که د ملي دسترخوان پروګرام د مرستندویه توکو مرستې له مونږ سره تر سره شوې نه وای شاید مونږ له خپل کلي نه کډه کړې وای او د تاوده ژمې د تیرولو لپاره مو یو بل ځاې لټولی وای، د ملي دسترخوان پروګرام مرستې وتوانیدې چې زما  کورنۍ تود ژمی ولري".

د دې ولسوالۍ ډیری اوسېدونکو د ملي دسترخوان پروګرام مرستو ته ډیره اړتیا درلوده او د ملي دسترخوان پروګرام د لومړي پړاو د مرستندویه توکو په ویش کې شامل وو. تراوسه د هیواد ۳۴ ولایتونو د ۱۱۴ ولسوالیو په ۲۸۸ کلیو کې د ۱۷۲ نه زیاتو کورنیو کورنیو سره د ۱.۱۵میلیونه افغانیو په ارزښت مرستندویه توکي ویشل شویدي.