د ملي دسترخوان پروګرام د مرستو ترلاسه کولو وروسته، خپلې کورنۍ ته په خوښۍ را ستون شوم.

د کرونا ویروس له امله د رامنځته شویو اقتصادي ستونزو په پام کې نیولو سره چې خلک په ځانګړې توګه د ټولنې زیانمنونکې برخې یې ترګواښ لاندې راوستې دي، د افغانستان حکومت د ملي دسترخوان پروګرام د #کلیو_بیارغونې_او_پراختیا_وزارت د #ولسي_تړون_ملي_پروګرام ترسیوري لاندې د دغه ویروس د ناوړه پایلو سره د مبارزې په هکله طرحه کړیدی.

د #فراه ولایت مرکز اړوند د مروارید کلي اوسېدونکی ګل احمد چې ۵۸ کلن دی او د خپلې کورنۍ له دوه ووتنو غړو سره په ډیر ناوړه اقتصادي حالت کې ژوند کوي. د مروارید کلي پراختیایي شورا ګل احمد له ۱۷ تنو نورو مستحقو کورنیو په ګډون د کلي په کچه په لست کې شامل کړل، څو ورسره د خوراکي توکو مرسته وشي هغه وایي. «ما په لومړي سر کې فکر نه کاوه چې ملي دسترخوان به دومره روڼ، شفافه او ښه پروګرام وي خو کله چې پرته له کومې واسطې او وسیلې راسره مرسته وشوه، زه پدې پوه شوم چې دا پروګرام واقعاً د بېوزلو لپاره دی. زه د کلي په کچه یوه لس کسیزه بېوزله کورنۍ یم او پرته له خدای څخه هیڅ واسطه نه لرم، که څه هم زه ډیر امید واره نه وم چې له ماسره د مرسته وشي، خو د ملي دسترخوان پروګرام زما په لاس نیوي سره دا ثا بته کړه چې دا ډیر ښه پروګرام دی اود ژمي په موسم کې له بېوزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې کوي زه د مرستو د ترلاسه کولو وروسته په خوښۍ سره خپلې کورنۍ ته راستون شوم».

تر دې د مه د هېواد د ۳۴ ولایتونو د ۱۱۵ ولسوالیو په ۲۷۲۵ کلیو کې،۳۶۴۰۱۳ کورنیو ته د ۱،۴۸۲ مېلیارد افغانیو په ارزښت مرستندویه توکې وېشل شویدي.