زما ټوله اند ېښنه د خپلو ماشومانو خواړه دي

دافغانستان حکومت د ملي د سترخوان پروګرام د وېش د بهیر مسؤولیت یې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت تر سیوري لاندې د ولسي تړون ملي پروګرام ته وسپاره، دغه پروګرام ۹۰٪  کورنۍ تر خپل پوښښ لاندې راولي چې د وردګو ولایت یو شمیر کلي او ولسوالۍ هم لدې مرستو څخه برخمنې شوېدي. چې لدې ډلې څخه یوه هم د بهسودو ولسوالۍ د لومړۍ برخې اوسېدونکې مېرمن معصومه چې خپل خاوند یې د کورنیو جګړو په ترڅ کې له لاسه ورکړی دی او دری ماشومان هم لري. نوموړې د خپلې کورنۍ د معیشت د برابرولو مسؤولیت  په غاړه لري، هغه وایې:« زه له دې مرستو نه ډیره راضي یم زما ټوله اندیښنه د ماشومانو مړول دي چې د ژمې په راتګ سره مو ستونزې نورې هم ډیرې شوېدي، ځکه له یخنی څخه د خپلې کورنۍ د ژغورنې لپاره باید لازم تدابیر لکه ګرمې جامې، د سواند لرګي، بخارۍ او نور توکي برابر کړم، خدای خبر چې زه پدې ژمي کې ډیرو مرستو ته اړتیا لرم، دغه مرستې په ډیرو سختو شرایطو کې ما ته رسیدلې دی».

 

د دې کلي یو تن بل مستحق محمد امین وایي: « د ژمي د موسم اکثره خوراکي توکي مې په پور رانیولي دي او د اوړي په فصل کې د سختو کارونو او بزګرۍ په  ترسره کولو سره د هغه پیسې ورکوم. اوس هیڅ څوک خوراکي توکي په پور نه ورکوي دغه مرستندویه توکي زمونږ د ژمي څو سختې ورځې تیروي.»

  تر دې د مه د هیواد د ۳۴ ولایتونو د ۱۰۶ ولسوالیو په ۱۴۴۲ کلیو کې،۱۷۲ کورنیو ته د ۷۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت مرستندویه توکې وېشل شویدي.