خلکو ته د مرستندویه توکو ارزښت

د افغانستان حکومت د ملي دسترخوان پروګرام د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه طرحه کړیدی د غوري ها کلی د هرات ولایت په کرخ ولسوالۍ کې پروت دی دا یوله هغو کلیو څخه دی چې سلګونه بېوزله کورنۍ پکې ژوند کوي. د دې کلي پراختیایي شورا د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام ترسیوري لاندې د ملي دسترخوان په مرسته وتوانېد چې له ۱۲۸ بېوزلو کورنیو سره مرسته وکړي.

د دې کلي یو تن اوسېدونکی عبدالحمید چې د کرونا ویروس له امله یې خپل کار له لاسه ورکړیدی، داسې وایي: " زه د ملي دسترخوان له پروګرام څخه خوښ یم او له خپل دولت څخه مننه کوم چې د ژمي په موسم کې یې له مونږ سره مرسته وکړه، مونږ داسې کورنۍ لرو چې د شپې او ورځې  لپاره د خوړلو لپاره ډوډۍ نه لري، چې له هغه ډلې نه یو هم زه یم چې د ورځو، ورځو لپاره مې د خوراک لپاره هېڅ هم نه لرل، په دې شرایطو کې د ملي دسترخوان پروګرام مرستندویه توکي ډیر اړین دي له دولت او د ملي د سترخوان پروګرام نه منندوی یم چې د ژمي په سړه هوا کې یې له مونږ سره مرسته وکړه."

د عبدالحمید ترڅنګ د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ نورې کورنۍ هم  د ملي دسترخوان پروګرام څخه برخمنې شوېدي ډیر خوښ دي او دا پروګرام شفافه ګڼي. تراوسه د هېواد د ۳۴ ولایتونو، د ۱۰۶ ولسوالیو، په ۱۴۴۲ کلیو کې له ۱۷۲ زره ډیرو کورنیو سره د ۷۰۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت مرستندویه توکي وېشل شویدي.