په لوګر ولایت کې د ولسي تړون ملي پروګرام ښاري څانګه رسما پیل شوه

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس شمیم خان کټوازي او ورسره مل پلاوی ښاغلی نجیب امیري د ولسي تړون ملي پروګرام عمومي رئیس، عبدالباري احمدزی د ولسي تړون ملي پروګرام عملیاتي رئیس لوګر ته د سفر په ترڅ کې ښاغلي عبدالقیوم رحيمي د لوګر والي، ولایتي ادارې مسؤلین او ولسونو سره په لیدنه کې د دې ولایت په مرکز پل علم ښار کې د ولسي تړون ملي پروګرام پرانېسته وکړه.

ښاغلي کټوازي د پرانېستې په مراسمو کې د ولسي تړون ملي پروګرام د پرانېستلو په اړه د لوګر ولایتي ادارې او ولسونو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه؛ د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسي تړون پروګرام به د لوګر مرکز پل علم ښار په څلورو ګذرونو کې د شلو پرمختیایي شوراګانو له لارې د سړکونو او کوڅو جوړولو، برېښنایي آسانتیاوو برابرولو، تفریحي پارکونو جوړولو او د ښځو ځواکمنتیا په برخو کې بېلابېلې پروژې پلي کوي.

د نوموړي په وینا، حکومت تل د ولسونو د هوساینې، پوهنې او پراختیا لپاره کار او فعالیت کوي. د ولسي تړون ملي پروګرام څخه موخه داده چې ولسونه د پروژو په ټاکلو، تصمیم نیولو او پرمختګ کې سهیم کړل شي.

د پرانیستغونډې په پای کې ښاغلي کټوازي د لوګر ولایت له ولسونو وغوښتل چې د چارو د انسجام په موخه دې له ولایتي ادارې سره بشپړه همکاري وکړي.