د ۱۱۰ کورنیو لپاره د څښاک د پاکو اوبو برابرول

د سرنهرعبدالله کلی د بلخ ولایت له مرکز څخه ۳ کېلو متره لیرې پروت دی او ۱۱۰ کورنۍ چې ډېری یې بېوزله او ښه اقتصاد نه لري، په دې کلي کې ژوند کوې او له کلونو کلونو راهیسې د څښاک د اوبو له ستونزو سره مخامخ دي. وروسته لدې چې د کلیو بیارغونې اوپراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام په وسیله د څښاک د پاکو اوبو پروژه پلې شوه، د دې کلي اوسېدونکو د لومړي ځل لپاره د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ. د ځښاک د پاکو اوبو دغه شبکه د ۱ مېلیون او۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت جوړه شوېده چې ۶۴۹ متره اوږدوالی او ۵ نلکې لري، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت  د ولسي تړون ملي پروګرام په وسیله جوړه شوېده.

د دې کلي د پراختیایي شورا غړي عبدالله وویل: « مونږ د څښلو لپاره نا پاکه اوبه کارولې او له همدې امله په بیلا بېلو ناروغیو لکه اسهال آخته کېدو، او روغتون ته  د ناروغانو د لیږدولو لپاره مو پیسې نه لرلې او زیاتو پیسو ته اړټیا وه چې زمونږ په توان کې نه وې».

د دې کلي یو تن اوسېدونکي غلام حسین وایي: «دومره ډیر خوشحاله یم چې حد نه لرِي او نشم کولای چې دا بیان کړم، د څښاک د پاکو اوبو شبکه چې زمونږ په کلي کې جوړه شوېده، مونږ ته یې پاکې اوبه برابرې کړېدي. اوس مونږ روغ رمټ یو او له بېلابېلو ناروغیو څخه ساتل شوي یو».