ډېری شپې مو له خپلو بچو سره په نهره تېرې کړېدي

په هېواد کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره سم دولت د کرنتين اعلان وکړ او ټول کارونه په ټپه و دریدل او د دې سره سم د افغانستان دولت د ملي دسترخوان طرحه جوړه کړه د دغه طرحې له مخې به د هېواد په کلیو او ښارونو کې ۹۰ سلنه کورنيو ته دغه مرستې و وېشل شي چې همداشان د لغمان ولایت د مهترلام اړوند د منډوزیو کليوالي پراختیايي شورا لخوا ۲۱ بېوزلو کورنيو ته یاد خوراکي توکي ووېشل شول.

 د دغه کلي اوسېدونکی ۲۸ کلن عبدالهادي وايي:« زه خپله آته بچيان لرم، ورور مې شهید شویدی چې د هغه ښځه او ۵ بچيان هم راته پاتې دي، د کرونا له امله هيڅ مزدوري او کار نه پیدا کېږي، ډېرې شپې مو له خپلو بچو سره په نهره تېرې کړېدي، نن له مونږ سره د حکومت د ملي دسترخوان له لوري مرسته وشوه، زما کونډې ورېندارې هم دغه مرستې واخیستې، حکومت له مونږ سره دا مرسته په داسې حال کې و کړه چې زمونږ ژوند یې وژغوره».     

د مندوزيو شورا ۲۵ کلن بختيار استوګن وایي:«زمونږ خلک له پخوا نه ډېر غریب دي، زما په ګډون ټول کلیوال مو د لاس مزدورۍ له لارې خپلو کورنيو ته رزق پیدا کوو، د کرونا په راتګ سره زه او زمونږ ډېر نور کلیوال د کرونا مرض ونيول، سخت يې وځپلو، کارونه نشته او له سختو ستونزو سره مخ یو، د ولسي تړون ملي دسترخوان له خوا له مونږ سره مرسته وشوه، مونږ ترې ډېر خوښ يو، په سخت وخت کې یې زمونږ لاس نیوی و کړ».

    تر دې مهاله د ملي دسترخوان پروګرام له لارې د هیواد په ۳۴ ولایتونو، ۱۱۴ ولسوالیو، ۲۸۸ کلیو کې له ۱۷۲ زره کورنیو سره د ۱.۱۵ مېلیارده افغانیو په ارزښت مرستې شوېدي چې دا لړۍ لا دوام لري.