د ژمي په سړو شپو کې د ملي دسترخوان مرستې زمونږ د کورنیو د یوې میاشتې خرڅ کیږي

    د کرونا ناروغۍ د خپریدو له امله په افغانستان کې خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شویدي. د هېواد په شمال کې د سرنرخ په نامه سیمه چې د پروان ولایت د شیخ علي په ولسوالۍ کې شتون لري او ټولې۱۴۶ کورنۍ پکې ژوند کوي دوی هم د کرونا له امله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شویدي.

    د دغه کلي یو تن اوسېدونکی عبدلاحد وایي:«د کرونا ویروس د خپریدو سره زمونږ ورځنی ژوند په ټپه و درید، بیرون ته مو د کار لپاره تګ راتګ نه شو کولای، څه پیسې مو چې درلودې هغه مو په قرنطین کې په دواګانو او د کور په خوراکي توکو مصرف کړې، اوس مو ژوند په ډیر بد اقتصادي حالت کې روان دی، خو کله چي د ملي دسترخوان له لارې له مونږ سره مرستې وشوې زمونږ په ورځنی ژوند کې یې تغییر را وستی دی، د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت او ولسي تړون ملي پروګرام له دغو مرستو څخه ډیر خوښ یو».

    سلطان علي د دغه کلي بل اوسېدونکی دغه مرستې بیا د خپلو کورنیو د یوې میاشتې خرڅ بولي:«که چیرته دولسي تړون ملي پروګرام ترچتر لاندې د ملي دسترخوان له لوري  دغه مرستې له مونږ سره نه وې شوې نو کیدای شي چې ژوند مو له لاسه ورکړی وای؛ ځکه چې د خوراک لپاره مو داسې خاص څه نه درلودل او کارونه هم په ټپه ولاړ دي، اوس چې د ملي دسترخوان له لوري د ۴۰۰۰ افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو مرستې را سره شوېدي زمونږ د کورنیو د یوې میاشتې خرڅ کیږي.»

    تر دې مهاله د ملي دسترخوان پروګرام له لارې د هیواد په ۳۴ ولایتونو، ۱۰۶ ولسوالیو، ۱۴۴۲ کلیو کې له ۱۷۲ زره کورنیو سره د ۷۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت مرستې شوېدي.