د لوګر ولایت مرکز د ده نو علي زایي کلي اوسېدونکی ملک محمد حنیف وایي

    «دغه ویاله چې وینې زمونږ د زړه وینې ېې راباندې وچې کړې وې د ډیرو زیاتو ستونزو سره مخامخ وو چې دا ویاله نه وه جوړه شوې زمونږ نیمایي ځمکې نه خړوبېدې خلاصه حاصلات مو تر نیمایي هم کم شوي وو د ډیروبد بختیو سره مخامخ وو اوس له هغې ورځې نه چې دا ویاله جوړه شوه زمونږ په حاصلاتو کې زیات تغییر راغلی دی. یعنی حاصلات مو دوه برابره زیات شوی دي، د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت دولسي تړون ملي پروګرام له کړنو ډیر خوښ یو دا پروګرام باید نورهم دوامداره شي ترڅودهغو غریبو کلیوالو ستونزې حل شي چې دوی دلته بل هیڅ عاید هم نلري».