په کندهار ښار کښې د ملي دسترخوان پروګرام پيل

د ملي دسترخوان پروګرام د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې اړوند د ولسي تړون ملي پروګرام تر چتر لاندې پلې کېږي چې د ۱۳۹۹ کال د لیندۍ میاشتې په ۲۷ مه نېټه د کندهار ښار په لسمه ناحیه خوشحال پرمختیايي شورا کښې رسماً پرانیستل شوه.

په دې پرانیستغونډه کې د کندهار ښاروال، د ولسي تړون ملي پروګرام عمومي رئیس، د کندهار د ولسي تړون ولایتي دفتر رئیس، د همکارې مؤسسې مسؤلین د نوموړي پرمختیايي شورا مشران، سپینږيرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د یادې پرمختیايي شورا ۳۹ اړمنو کورنیو ته د ۴۰۰۰ افغانیو په ارزښت ۵ ډوله خوراکي توکي چي ۲۰ کیلو وريجې، ۱ پارسل اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۳ کیلو لوبیا، ۶ چکۍ صابون شامل وه  ووېشل؛ د یادولو وړ ده چې په یاده پرمختیايي شورا کښې ټول غریب او اړمنې کورنۍ ۲۲۱ دي چې په منظم ډول به د شورا لخوا خوراکي توکي ورباندې ووېشل شي. د خوشحال شورا اوسېدونکو د ملي دسترخوان پروګرام د پیل کېدو څخه خوښې څرګنده کړه.

 

 د یادولو وړ ده چې ملي دسترخوان پروګرام به د کندهار ښار په ټولو ۱۵ ناحیو کښې چې شاوخوا      ( ۱۰۰،۰۰۰) کورنیو ته رسېږي پلې کړي.

په پای کې د کندهار ښاروال د ملي دسترخوان پروګرام په تطبیق کښې د سپینږیرو، ملا امامانو او ځوانانو رول اړین وباله او له خلکو یې وغوښتل چې د مرستو کڅوړې په بشپړه ایماندارۍ سره تر اړمنو کورنیو ورسوي.