د ملي دسترخوان برنامه د هیواد په ۳۱ ولایتونو کې پیل شوه

۱۳۹۹/لېندۍ/۱۹

د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي دسترخوان برنامې د پیل په  اړه په ارګ کې غونډه جوړه شوه.  

په دې غونډه کې چې د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح او یو شمېر نورو حکومتي مسوولینو هم حضور درلود، لومړی د کلیو او پراختیا وزارت، کابل ښاروالۍ او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ملي دسترخوان برنامې د کار د پرمختګ په اړه خپل راپورونه جمهوررئیس ته وړاندې کړل او څرګنده یې کړه چې د ملي دسترخوان برنامه د هیواد په ۳۱ ولایتونو کې پیل شوې ده.

جمهوررئیس غني د هغوی د راپورونو تر اورېدو وروسته، د نړیوال بانک له لوري د بلاعوضه مرستې له برابرولو څخه د مننې ترڅنګ ټینګار وکړ چې د کرونا د دویمې څپې خپرېدو ته په پام اړتیا ده د دې برنامې تطبیق چټک شي، ترڅو مرستې د اړمنو خلکو مختلفو اقشارو ته ورسېږي.

جمهوررئیس وویل: هغه ځنډ چې په یاده برنامه کې رامنځته شو د کرونا د دویمې څپې د خپرېدو څرنګوالي د تحلیل له امله و، ترڅو مرستې په عاجل ډول بېوزلو خلکو ته ورسول شي.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د ملي دسترخوان برنامې د تطبیق مهالوېش دې له سلسله وار څخه موازي ډول ته بدل شي چې مرستې په عاجل ډول اړمنو ته ورسېږي.