د ملي دسترخوان د برنامې پیل

۱۳۹۹/لېندۍ/۱۸- د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر ښاغلی پوهندوی مجیب الرحمن کریمي، ننګرهار ولایت ته د یو سفر په ترڅ کې  د ملي دسترخوان پروګرام پرانېست. په ورته وخت کې  د هېواد په نورو  ولایتونو کې د ملي دسترخوان پروګرام د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام تر سیوري لاندې د اړوندو ولایتونو د دولتي چارواکو، پراختیایي شوراګانو او عامو خلکو په شتون سره د لومړیو مرستندویه توکو په وېش سره، رسماً پیل شو.

ټاکل شوېده چې ملي دسترخوان پروګرام په دوو پړاوونو کې ۹۰ سلنه  د هېواد ټول وګړي ترخپل پوښښ لاندې راولي. د دغې برنامې په لومړٍي پړاو کې د ټول هیواد په کچه د ولسي تړون ملي پروګرام ترسیوري لاندې سیمو ۱۲،۱۸۹۴ کلیو کې ۱،۶۷ میلیونه اړو کورنیو ته او په څلورو ښارونو کې ۱۷۵،۵۰۰ مستحقو کورنیو ته د ۴۰۰۰ افغانیو په ارزښت د اوړو، وریجو، غوړیو، نخودو، لوبیا او صابون په شمول خوراکي او غیر خوراکې توکي ویشل کیږي. د ملي دستر خوان  د دوهم پړاړ په بشپړیدو سره به د ټول هیواد کلیو او ښارونو ۵ میلیونه کورنۍ د دې مرستو له لارې مرستندویه توکي تر لاسه کړي.

د کرونا ویروس له امله  رامنځته شوې اقتصادي ستونزو په پام کې نیولو سره چې  خلک او په ځانکړې توګه د ټولنې  زیان منونکې برخې یي تر ګواښ لاندې راوستې دي، د افغانستان حکومت، ملي دسترخوان پروګرام یې د دغه ویروس سره د مبارزې په موخه طرحه کړیدی او د هغه عملي کار په ټول افغانستان کې په تدریجي  ډول پلی کوي. دا برنامه د پراختیایي شوراګانو او د ټولنې د ټولو قشرونو د برخې اخیستنې او څارنې سره، پلی کیږي.