په لوګر ولایت کې ۲۷۱ پراختیایي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

مطبوعاتي اعلامیه

۱۳۹۹/ لړم /۲۷-  د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت  د ولسي تړون ملي پروګرام  د پراختیایي هڅو په لړ کې دادی اوس د لوګر ولایت  په څلورو ولسوالیو (بره کي برک، پل علم، محمد آغه او خوښی) کې د اوبو رسونې، کرنیزو اوبو لګولو او ترانسپورت سکټورونو اړوند ۲۷۱ بیلابیلیې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. یادې پروژې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام تر سیورې لاندې تمویل شوې او د دې برنامې د کلیو پراختیایي شوراګانو لخوا بشپړې شوېدي.

په دې پروژو کې د  سربندونو، کانالونو، محافظوي دیوالونو، د ابو پرچاوې، حقابې (ورخونه)، سطحي معبرونه،  پلګوتي،  سیفونونه، سیلبرونه، شرشرې او د اوبو د ز یرمو جوړول شامل دي. همدا شان د نوموړو پروژو د جوړولو په بهیر کې، ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو لپاره ۵۶۱۴۵۴ کاري ورځې رامنځته شوې  او ۸۸۶۱۱ کورنۍ ترینه برخمن شویدي. باید وویل شي چې د دغو پروژو د اوبو لګولو د کانالونو په مرسته به د خلکو ۹۳۲۷۴ جریبه ځمکه خړوبه شي .

د دغو پروژو په جوړولو کې ټولټال ۶۶۵ میلویونه افغانۍ لګښت راغلی چې له دې جملې څخه  څه باندې ۵۵ میلیونه او ۵۸۰ زره افغانۍ د کلیوالي خلکو ونډه ده.

د لا زیا تو مالوماتو لپا ره:

د ولسي تړون ملي پروګرام د عامه اړیکو د څانګې مسؤول:

  بکتاش مصور

داړیکې شمیره: ۷۰۰۶۶۰۵۶۴ ۰

بریښنالیک: b.musawer@ccnpp.org

ویب پاڼې:  www.ccnpp.orgwww.mrrd.gov. af

فیسبوک پاڼه: citizencharterafghanistan