په کندهار ښار کې دولسي تړون ملي پروګرام ولایتي مدیریتي کمېټه جوړه شوه

دکندهار ولایت مقام دغونډو په تالار کي دولسي تړون ملي پروګرام ولایتي مدیریتي کمېټه ، دولسوالیو په کچه مدیریتي کمېټه او دښاروالۍ په کچه مدیریتي کمېټې تشکیل شوې.

دغونډې په مراسمو کي دکندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا ترڅنګ دمالیې وزارت دپالېسې معینه ، دپوهني وزارت معین، دعامي روغتیا وزارت معین، دولسي تړون پروګرام دکلیو بیارغونې اوپراختیا وزارت دڅانګي مسئول ښاغلي غلام رسول رسولي، دسېمه ییزو ارګانو ادارې دولسي تړون ملي پروګرام مسئول ډاکټر صبغت الله، سکتوري رئیسانو، دیوشمېر ولسوالان، دشوراګانو استازو او دولسي تړون پروګرام همکارانو ګډون درلود.

په پېل کې دکندهار والي دغونډي پرانېستونکې وینا وکړه او یاد پروګرام د دولت او خلګو ترمنځ داړیکو لپاره ډېر مهم وبلل، نوموړي زیاته کړه دولسي تړون پروګرام له لارې په ښارونو او ولسوالیو کې ډېر پرمختیایي کارونه شوې او هم جریان لري چی له دی کبله او دسیمو زیات شمېر خلګو ته د کار زمینه برابره کړی ده، والي دولسي تړون پروګرام د مشرتابه او کارکوونکو څخه وغوښتل ترڅو په ښار او ولسوالیو کې بنیادي پروژې عملي کړي، په پای کښی یې دخپله اړخه دهر راز همکاریو ډاډ څرګند کړ.

همدارنګه د دی پرواګرام په ترڅ کې د هر وزارت معین خپل رول د ولسي تړون ملي پروګرام په تطبیق کولو کې ټولو حاضرینو ته معلومات وړاندی کړل.

دولسي تړون ملی پروګرام دښاري برخي مسئول د غونډي کډونوالو ته دولسي تړون دکړنو او راتلونکو پلانونه په اړه پریزینټیشن وړاندي کړ، همداراز یې وویل چې شورا باید یوازي تر پروژې پورې محدوده نه وي او په ټولنیزه برخه کې دخلګو ستونزي ورحل کړي.

په یاده غونډه کې دکمېټو ګروپي کارونو او بحثونو په ترڅ کې د ولایت ، ولسوالۍ او ښاروالیو په کچه کمېټي تشکیل شوې، دچارو دلاښه سمون په اړه ګډونوالو خپلي مشورې یوله بل سره شریکي کړي.