پاکواوبو، کلیوال له ناروغیو څخه وژغورل

دڅښلو پاکې او صحي اوبه رسونه، د ولسي تړون ملي پروګرام هغه سکتور دی چې  په کلیوالي سیمو کې د اوبو د کمبود مخه نیسي او کوشش کوي چې د پراختیایي شوراګانو په مرسته د هیواد وګړو ته پاکې او صحي اوبه برابرې کړي، چې له همدې کبله د بغلان ولایت د ده صلاح ولسوالۍ په کاستراش پراختیایي شورا کې د ولسي تړون ملي پروګرام لخوا ۴۰۴ کورنیو ته د ۳ میلیونه او ۵۹۵ زره افغانیو په لګښت چې ۱۰ سلنه د خلکو ونډه هم په کې شامله ده ورغول شوه او د کار په بهیر کې یې  ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو ته ۳۴۴۹ کاري ورځې را منځ ته شوې وې.

جمال الدین د کاستراش پراختیایي شورا یو غړی وایي:

« مخکې له دې مو د سیند نه اوبه راوړه لې چې هغه اوبه به پاکې او صحي نه وې او ماشومان به مو تل مریضان کیدل، مګر اوس د ۷ کیلو متره لرې چینې نه زموږ شاه او خوا ۴۵۰ کورنیو ته د څښاک پآکې اوبو برابرې شوېدي

شمس الدین چې د همدې شورا یو بل غړی دی د دولسي تړون ملي پروګرام لخوا د جوړې شوې شبکې نه خوښ دی او هغه وایي چې دغې شبکې یې د مرضونو په کمبود کې رغنده رول لوبولی دی. نوموړی وایي: « د ککړو اوبو په وجه پخوا خلک د زیاتو ستونزو سره مخامخ وو او په مختلفو ناروغیو لکه اسهال، د خیټې درد، د معدې درد، د ستوني درد اونور ناروغیوا خته کیدل مګر اوس د ولسي تړون ملي پروګرام په همکارۍ موږ ته د اوبو رسولو پروژه تطبیق شوه چې اوس زموږ په کلي کې مرضونه ډیر کم شوي دي اوخلک خوښ دي