شپږ سوه (۶۰۰) کورنیو د څښاک روغتیایي اوبو ته لاسرسۍ پیدا کړ

د هرات ښار په پنځه لسمه ناحیه کې د اُخوت او توحید پرمختیایي شوراګانو شپږ سوه کورنیو د ولسي تړون ملي پروګرام له لورې د اوبو رسولو د جوړې شوې شبکې د څښاک روغتیایي اوبو څخه ګټه پورته کړه.

دا سیمه چې د افسرانو ښارګوټي په نوم هم مشهوره ده په ۱۳۸۲ کال کې تأسیس شوه چې تر اوسه یې د څښاک روغتیایي اوبو ته لاسرسۍ نه درلود او زیاتې ستونزې یې ګاللې دي.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، پخوا یې د خپلو ستونزو د هواري لپاره له لاسي څاګانو ګټه پورته کوله خو هغه اوبه صحي نه وې ځکه چې مالګه یې لرله او د سیمي اوسېدونکي په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي وو او له اقتصادي اړخه هم د څا ګانو د پاکولو لپاره به هرې کورنۍ په کال کې له ۴ تر ۵ زرو افغانۍ لګولې ځکه چې څاګانې به وچې او د خلکو اړتیا یې نه پوره کوله.

خو کله چې په سیمه کې ولسي تړون ملي پروګرام خپل کار پیل او پرمختیایي پلان یې چمتو کړ، د سیمې خلکو د خپلو لومړیتوب له مخې ستونزې ډلبندي کړې او ولسي تړون ملي پروګرام ته یې د اوبو رسولو شبکې د جوړېدو وړاندیز وکړ چې له تخنیکي سروې او پروپوزل له جوړولو وروسته د اوبو رسولو شبکې د رغولو چارې پیل او اوسمهال بشپړې شوې دي. د اوبو رسولو دا شبکه ۱۵ کیلو متره اوږده ده چې یوه ۱۳۵ متره ژوره څاه او د ۴۰۰ مکعب متره اوبو ظرفیت درلودونکي د ځمکې لاندې زېرمه لري چې دا زېرمه ۲۵ کیلوواټه لمریزه برېښنا هم لري. د اوبو رسولو د دې شبکې په جوړولو سره ۶۰۰ کورنیو د څښاک روغتیایي اوبو ته لاسرسۍ موندلی دی.   

د سیمي خلکو د اوبو رسولو شبکې د جوړېدو له امله خپله خوښي څرګنده کړه او د یووالي او هېوادوالو ترمنځ سوله ییزه همدیګر پذیرۍ، په ذهنیتونو کې د مثبت بدلون، د ځوانانو او ښځو د ودې او ښاري سیمو د پراختیا له امله یې د ولسي تړون ملي پروګرام د چارو څخه یې ستاینه وکړه.