د افغانو مېرمنو له خوا د ګران بیه جامو، کمیسونو او جاکټونو تولید

د افغانستان حکومت غواړي په ښاري سیمو کې د ولسي تړون ملي پروګرام تر چتر لاندې د ټولنو پرمختیايي شوراګانو او ګذر شوراګانو له لارې د فرعي پروژو د پلي کولو په اړه ډاډ ترلاسه کړي.  د ټولنو له لارې د پروژو د پلي کولو اصلي موخه د پروژې په پلي کولو او د تدارکاتو د کړنلارې په برخه کې د هېوادوالو د ظرفیتونو لوړول دي. دا کار به دوی د دې جوګه کړي چې د نورو له ملاتړ پرته او یا هم د نورو له حد اقل ملاتړ سره پروژې په خپله پلې کړي. د دې پروګرام تر چتر لاندې د ماهیت له مخې په ښارونو کې لاندې پروژې چې محدودې نه دي شاملې دي ۱). د کوڅو جوړول او ویالې ، ۲)  د جامدو کثافاتو مدیریت، ۳) د څښاک د پاکو اوبو برابرول، ۴) کورونو ته شمېرې ورکول، ۵)  پارک/ تفریحي سیمه/ د ماشومانو او میرمنو لپاره د لوبو ډګر، ۶) رڼا/ برېښنا او ۷)  د ښځو د معیشت پروژې. د برېښنا د چمتو کولو په برخه کې، په دې پروګرام کې"د برېښنایي ټرانسفارمرونو غزول او لګول، او د څراغونو لګول هم شامل دي". دا ټولې پروژې خپله د ټولنو له لارې د ټولنو لپاره د دوی د ژوند د کیفیت د ښه کولو او کاري فرصتونو د رامنځته کولو په لور یو ګام بلل کېږي چې له امله یې اقتصاد وده مومي.   

دلته مو د مېرمن جعفري یوه کیسه رااخیستې ده چې په هرات ښار کې د ولسي تړون ملي پروګرام په مالي مرسته د یوه روزنیز مرکز مسؤلیت لري. دا روزنیز مرکز دوه څانګې لري چې یوه یې د روزنې او بله یې د تولید په برخه کې کار کوي.  د مېرمن جوهر محمدي او مېرمن فاطمې محمدي په نوم د دوو ښوونکو له لورې یې په کې ۸۰ تنو زده کوونکو ته درس ورکول کېږي. د روزنې دا دوره خورا ځانګړې ده او زده کوونکي په کې په  لومړنيو ، منځنيو او لوړو ټولګیو وېشل شوي دي.  د لومړنيو او منځنیو ټولګيو زده کونکي نظري او ځینې یې په مرکز کې د شته اضافي ټوکر په کارولو سره عملي روزنه ترلاسه کوي. د منځنۍ کچې زده کوونکي په خپل عملي کار کې پر ځینو نمونو کار کوي ، پداسې حال کې چې د لوړ ټولګي زده کوونکي د ښوونکو تر څارنې لاندې د تولید په څانګه کې کار کوي. اوس مهال ، ۱۸ زده کونکي توانیدلي چې د تولید څانګې ته لار ومومي.

په مرکز کې د بازار د تقاضا له زیاتېدو سره د تولید کچه لوړېږي.  زموږ د څېړنو له مخې، د معاشاتو او نورو عملیاتي چارو ټول لګښت په میاشت کې ۳۵۰۰۰ افغانیو ته رسېږي. دغو مېرمنو له ځایي سوداګرو سره  چې خام مواد ورته چمتو کوي قرارداد کړی او هوکړه یې کړې ده چې په هر جنس کې به خپله اجوره ورکوي.  له دوی سره په هوکړه، د هر جاکټ اجوره ۱۰۰ افغانۍ او د هر کمیس اجوره ۳۰ افغانۍ ټاکل شوې ده. دا چې په ځایي کچه د دې تولید د غوښتنې (تقاضا) کچه لوړه ده، اوسمهال ورته د مېرمنو لپاره د ۱۰۰۰۰ کمیسونو او د نارینه وو لپاره د ۲۰۰۰ جاکټونو د جوړېدو وړاندیز شوی دی. دوی هره ورځ د ۱۵۰ کمیسونو او ۳۵ جاکټونو د تولید ظرفیت لري چې ورځنی ګټه یې په کمیسونو کې ۴۵۰۰ افغانۍ او په جاکټونو کې ۳۵۰۰ افغانۍ ده، ورسره خوا کې ورته د ۸۰۰۰ اضافي کمیسونو د جوړولو وړاندیز هم شوی دی چې تر اوسه د دې مرکز له لورې نه دی منل شوی. د دې مرکز د لګښتونو سوابقو ته په کتو سره،  د دوی خالص عاید په میاشت کې ۱۷۴۰۰۰ افغانیو ته رسیږي چې کاونډیو سیمو ته د خپلې سوداګرۍ په غزولو کې ورسره مرسته کولای شي. په لنډو کې ویلای شو چې دا ډول پروژې پایښت لري او دا ډول عاید جوړوونکو پروژو ته باید ډېره پاملرنه وشي.