په مزار شریف ښار کې د ولسي تړون ملي پروګرام دوه نورې پروژې پرانیستل شوې

ولسي تړون ملي پروګرام د تېرې اونۍ په لړ کې خپل ۵۲ او ۵۳ سیمه ییزې پرمختیايي شوراګانې د مزار شریف ښاروالۍ اړوند نهمې ناحیې کې د نو آباد ، سخي آباد او عرب های قرغان شوراګانو  تر نامه لاندې د مزار شریف ښاروالۍ ریاست مسؤلین، د ولسي تړون ملي پروګرام کارکوونکي، د سیمه ییزو پرمختیايي شوراګانو استازي او د سیمې ځایي اوسېدونکو په شتون کې پرانیستل.

په دې پروژو کې د 1730 مترو په اوږدوالي او د ۷ مترو په پلنوالي د کوڅو دوهم درجه کانکرېټول او د کوڅو د غاړو ویالې په کې شاملې دي چې ټولټال بودجه یې12551780  افغانۍ بر آورد شوې ده چې 25% سلنه یې د ځایي اوسېدونکو له خوا ورکول کېږي.

یادې پروژې به تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې بشپړې شي چې په دې موده کې ټولټال 341 تنه مسلکي کارکوونکي او 704 تنه غیر مسلکي کارکوونکي په کې وګومارل شي او د دې پروژو ګټه به په مستیقمه توګه 495 کورنیو ته ورسېږي.