په دایکندي کې له ۳۷۳  اړو کورنیو سره څه باندې د ۱ میلیون او ۳۶۰ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه.

۱۳۹۸/ وږی/۲۹ - له ۳۷۳ بیوزلو کورنیو سره څه باندې د ۱ میلیون او ۳۶۰ زره افغانيو په ارزښت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانک له لوري د دایکندي ولایت د مرکز اړوند نیلي  د ۱۹ کلیو د پراختیایي شوراګانو لخوا د خوراکي خوراکي توکو مرسته وشوه. دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنیز ګډون لپاره د مالي وجهې پروګرام (SIG) لخوا  چې د خلکو ونډه هم پکې وه، د پایین باغ لذیر، بالا باغ لذیر، یرک لذیر، قلقدر سفلا، بوکالا، ده پاین سنګ موم، پای نیلي، کوهنده، فاتح محمد، میدان سرنیلي، پیتاب سرنیلي، زنبورخانه، حجدي سفلا، حجدي علیأ، غدار کهنه، پیتاب شیش سفلا، بادامک، جرف سفلا او جرف علیأ کلیو مستحقو خلکو ته وړاندې شوې چې اوړه، بوره، چای،   غوړي او وریجې پکې شامل وو.

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت/ د ولسي تړون ملي پروګرام